ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو چورلکو د ټکر له امله نهه امریکایي سرتیري وژل شوي

د دوو چورلکو د ټکر له امله نهه امریکایي سرتیري وژل شوي

author avatar
31 Mar 2023 - 01:33
د دوو چورلکو د ټکر له امله نهه امریکایي سرتیري وژل شوي
author avatar
31 Mar 2023 - 01:33

اټلانټا (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): امریکایي چارواکي وایي چې په کنټاکي ایالت کې د پوځ د دوو چورلکو د ټکر له امله نهه سرتیري وژل شوي دي.

د امریکا د پوځ یو تن ویاند ویلي چې دا پېښه تېره شپه په کنټاکي ایالت کې د تمریناتو پر مهال رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د بلاک هاوک ډوله دوه چورلکې د یاد الات په ټریګ کاونټي کې له ټکر وروسته پر ځمکه غورځیدلې دي.

د کنټاکي والي انډي بیشیر ویلي چې په دې پېښه کې نهه سرتیري وژل شوي دي.

بلخوا پولیسو ویلي چې چورلکې په یو میدان او د لرګیو په یوې سیمې کې غورځېدلي دي.

د اسوشیتډپرس اژانس د راپور په اساس د کنټکي د پولیسو مشر ټروپو برګیس په یو لنډ خبري کنفرانس کې وویل: «تر دې دمه په پېښه کې د استوګنو د سیمو د ویجاړۍ کوم راپور نشته.»

د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت د تینیسي په ایالت کې د تمرین په مهال د بلک هاک د هلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې د متحدو ایالتونو د ملي ګارد دوه پیلوټان مړه شول.

 

Visits: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.