ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لومړي ځل لپاره یو مسلمان د سکاټلینډ لومړی وزیر وټاکل شو

د لومړي ځل لپاره یو مسلمان د سکاټلینډ لومړی وزیر وټاکل شو

author avatar
30 Mar 2023 - 00:47
د لومړي ځل لپاره یو مسلمان د سکاټلینډ لومړی وزیر وټاکل شو
author avatar
30 Mar 2023 - 00:47

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د سکاټلینډ پارلمان د دغه هېواد د واکمن ملي ګوند مشر حمزه یوسف د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه اعلان کړ او لوړه یې وکړه.

اووه دېرش کلن حمزه چې په خټه پاکستانی دی، لومړی مسلمان دی چې د سکاټلینډ د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي.

نوموړی د سکاټلینډ مخکنۍ لومړۍ وزیرې مېرمن نیکولا استورجن له استعفی وروسته د دغه هېواد د واکمن ملي ګوند په ټاکنو کې د ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی شو.

په دغو ټاکنو کې د حمزه یوسف سیال کیټ فوربس ۴۸ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.

د صدراعظم په توګه د حمزه یوسف له ټاکل کېدو وروسته د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د یوه ټېلېفوني تماس په ترڅ کې نوموړي ته مبارکي ورکړه.

په دې اړیکه کې د سکاټلینډ نوي صدراعظم خپل بریتانوي سیال ته وویل چې لندن باید د ‘سکاټلینډ د خلکو او پارلمان ډيموکراتيکو غوښتنو’ ته درناوی وکړي.

ریشي سوناک د سکاټلینډ له نوي لومړي وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو تاکید وکړ.

حمزه یوسف نن (د وري ۹مه) د لوړې له رسمي مراسمو وروسته په داسې حال کې خپله دنده پیل کړه چې د واکمن ملي ګوند د پاشل شوې یووالي او له بریتانیا د سکاټلینډ جلا کېدو لپاره د سخت‌دريځو سکاتلنډي بېلتون غوښتونکو ته د ډاډ ورکولو په لاره کې له زیاتو ننګونو سره مخ دی.

د یادونې ده، د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک په خټه هندی دی.

[/restrict]

Views: 234

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.