ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داکتر منصور مجاب

(ازمایښتي او دایمي طرحه)

 مونږ ته مه وايئ چې د لوستلو کلتور نشته، له ځانه یې پیل کړئ چې د لوستلو کلتور بنسټیز شي

سریزه

د لوستلو د ګټو په اړه ډېره یادونه نه کوو یوازې په دې بسنه کوو چې وروسته له دې لوستل او نه لوستل سره یو نه دي فقط پوهه توانایی بلل کیږي ځکه د مطالعې کولو په ګټه او ارزښت ټول خلک پوهیږي اما بد بختانه زمونږ په ټولنه کې له مخکې نه د پوهې او لوستلو په اړه یو ډول پټه ټنبلي شتون درلوده او لري یې، حتي په غوره او ښو شرایطو کې خلک خپل اضافي وخت په داسې کړنو تیروي چې هغه کړنې د دوی په ژوند کې هیڅ ارزښت نه لري او د دوی ژوند داسې کړنو ته هیځ اړتیا نه لري همدارنګه د اکړنی د دوی په ژوند کی هیڅ مثبت تغیر نه راولي اکثره خلک بې لدې نه چې کوښښ وکړي کتاب ولولي با کیفیته او بې له ستونزو ژوند غواړي، نو که غواړو چې ښه ژوند ولرو باید لوستل او مطالعه په ژوند کې د یو اړین څيز په توګه وپيژنو. ستونزمنه به نه وي چې د علم او پوهې له نړۍ سره د لوستلو او مطالعې له لارې بلد شو او خپل فکر ته  وده ورکړو او خپلو ټاکلو موخو ته په آسانی سره ورسیږو.

ژوندي پاتې کیدل غوره او بشپړې  غذا ته اړتیا لري، د هرې ټولنې د کلتور د ژوندي پاتې کیدو غذا کتاب او لوستنه ده، بې له مطالعې او لوستنې د ټولنې کلتور مړاوی کیږي او مري، د لوستنې او مطالعې عامول او رواجول د هر هیواد د ملي ترقۍ او پرمختیا ښکارندويي کوي، له بده مرغه زموږ په هیواد کې د مطالعې کچه په ډیر ټیټ حد کې ده او کتابونو ته په هغه اندازه چې لازمه ده پاملرنه نه کیږي، مطالعې او لوستنې ته د خلکو هڅول د دولت له مهمو دندو څخه شمیرل کیږی او باید په دې برخه کې پانګه اچونه وکړي، او د ټولنې ټول وګړي د ګټورو او اړینو معلوماتو د ترلاسه کولو په لوري بوځي.

همدارنګه د کتاب لوستنې د مینه والو د زیاتونې په موخه باید د کتابونو ټول اړوند کارکوونکي لکه لیکونکي، ژباړونکي کتاب پلورونکی یو له بل سره نیږدی پاتې شي او د کتاب امانت اخیستلو، کتابتون ته د تګ او د کتابونو د توزیع لپاره یو له بله سره مرسته او همکاری وکړي، تر څو وکولای شي د مطالعې او کتاب لوستنې کلتور په ټولنه کې عام او یوې پایلې ته ورسیږي.

دې موخې ته د رسیدو لپاره او د کتاب لوستنې د کلتور د عامولو لپاره یوې جامع او ټول منلې طرحې ته اړتیا ده چې دهغې په مرسته په افغاني ټولنه کې د کتاب لوستنې او مطالعې فرهنګ او کلتور عام او پلی شي، که دغه کړنې په ریښتینولی سره تر سره نه کړو او تر څو نورو کلونو په دی نړی کې اغیزمن تمام نه شو زمونږ زدکړی اونیم ګړي مهارتونه به بی فایدې وي او کارونه به د رباتونه  په واسطه تر سره کیږي اومونږ به!!!

  • د نورو د تجربو او څیړنو لپاره استفاده کیږو!
  • د جنسی ابزارو په توګه به رانه کار اخیستل کیږي!
  • login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.