Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي چې د کره معلوماتو له مخې، ښايي هند د راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو په اوږدو کې د «پلهګام پېښې په پلمه» د پاکستان پر وړاندې نظامي ګام پورته کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې یوه نظرپوښتنه ښیي چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو، معیشت، روغتیا او زدهکړې خدماتو ته د لاسرسي برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، د کاناډا په ونکوور ښار کې له دې امله یو شمېر کسان وژل شوي او ”ګڼ شمېر” ټپیان شوي چې یوه موټرچلوونکي ناڅاپه موټر د پليو خلکو پر لور ځغلولی او پر ګڼهګوڼه ورغلی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې شوې دي.
د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ایستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، دواړه هېوادونه باید خپل مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي او له هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قزاقستان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو پرمختګونو تر څنګ، د سیاسي اړیکو کچه هم د اوس په پرتله لا لوړه شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وایي، په غزه کې انساني ناورین د ځور او ویجاړۍ بې مخینې پړاو ته رسېدلی او شرایط داسې دي چې «غزه د وژنو میدان ګرځېدلې او عام خلک د مرګ په یوه نه درېدونکې ارابه کې بند پاتې دي.»
چین د جمعې په ورځ د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې پر امریکایي محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله، خو اوس د امریکا ولسمشر ویلي، که دا تعرفه لرې نه کړې نو امریکا به پر چينايي توکو پنځوس سلنه نوره تعرفه ولګوي.
نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د غشو ویشتلو اختریزې سیالۍ د شورپشکي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د یوناما مشرې، افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو د ځنډېدو پر دوام خواشيني څرګنده کړې ویلي یې دي چې دغه چاره د افغانانو سوکالي زیانمنوي او نړۍوال دې د پوهنې برخه کې له افغانانو ملاتړ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP