Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګوټرېش: غزه کې انساني ناورین بد حالت ته رسېدلی او مرسته رسونه فلج شوې ده

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وایي، په غزه کې انساني ناورین د ځور او ویجاړۍ بې مخینې پړاو ته رسېدلی او شرایط داسې دي چې «غزه د وژنو میدان ګرځېدلې او عام خلک د مرګ په یوه نه درېدونکې ارابه کې بند پاتې دي.»

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي چې ګوټرېش په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر کې په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د اسرائیل او حماس ترمنځ د فوري اوربند، له قید او شرط پرته د ټولو بندیانو خوشي کېدو او د غزې په ټولو سیمو کې له خنډ پرته بشري مرستو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه.

هغه ویلي چې غزې ته د مارچ له دویمې تر اوسه هيڅ خوراکي توکي، درمل، سون او سوداګریز توکي نه دي تللي او زرګونه ټنه مرستې په بندرونو کې ولاړې پاتې دي.

هغه خبرداری ورکړی چې د حیاتي مرستو نه شتون کې «د وحشت دروازې» بېرته پرانیستې دي او د دغه وضعیت دوام د میلیونونو عامو خلکو ژوند په خطر کې اچولی دی.

ګوټرېش دغه‌ راز ټینګار کړی چې اسرائیل د نړۍوالو حقونو له مخې ښکاره مسوولیتونه لري.

هغه د ژنیو څلورم کنوانسیون ۵۹مې مادې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، د دې مادې له مخې که د اشغال شوې ځمکې ټول یا یوه برخه وګړي له شدید کمښت سره مخ وي، اشغالګر ځواکونه باید د مرستو رسولو له پروګرام سره هوکړه وکړي او هغه ته دې له ټولو شته امکاناتو په ګټې اخیستنې اسانتیا رامنځته کړي.»

ګوټرېش خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو د جواز د صدور لپاره د اسرائیل نوي مکانیزمونه کولای شي د مرستو رسولو لړۍ محدوده کړي.

نوموړی وایي: «موږ به په داسې هيڅ کار کې چې بشري یعنې انساني اصول، بې‌طرفي او استقلالیت نقضوي، ګډون ونه کړو.»

هغه د غزې وضعیت ته په اشاره ویلي، کومه لاره چې غوره شوې، په کړکېچ تمامېدای شي، هغه کړکېچ چې د نړۍوالو حقونو او د وجدان تاریخ ته په بشپړ ډول د نه منلو وړ دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.