کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي چې د کره معلوماتو له مخې، ښايي هند د راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو په اوږدو کې د «پلهګام پېښې په پلمه» د پاکستان پر وړاندې نظامي ګام پورته کړي.
د روانې (غویي) میاشتې په درېیمې نېټې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیان وسلهوال برید وشو. په یاد برید کې ۲۶ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شول. هند دغه برید د پاکستان له لورې ملاتړ کېدونکو ډلو پورې اړوند وباله او اسلاماباد یې له تروریزم څخه پر ملاتړ تورن کړ؛ خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار پر اخپله اېکسپاڼه یاد تورونه بېبنسټه او دروغ بللي او ویلي یې دي چې د کره معلوماتو له مخې، شاید هند د راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو په اوږدو کې د «پلهګام پېښې په پلمه» د پاکستان پر وړاندې نظامي ګام پورته کړي.
طرار ټینګار کړی چې پاکستان د یو مسوول هېواد په توګه د یوه مستقل کمېسیون له لورې د بېطرفه او شفافه څېړنو وړاندیز کړی خو د هغه په خبره، هند د تقابل او کړکېچ ډېرولو دریځ خپل کړی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر خبرداری ورکړی چې هر ډول نظامي اقدام ټولې د سیمې لپاره بدې پایلې درلودی شي او مسوولیت به یې د نوېدهلي پر غاړه وي.
هغه دغهراز ویلي چې پاکستان هوډمن دی چې له خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په قاطع ډول دفاع وکړي او د هند له لورې د هر ډول نظامي اقدام پر وړاندې به په قاطعانه ډول غبرګون وښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP