افغانستان کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پېښې مخ پر کمېدو دي، خو بیا هم په دې موده کې د دې ناروغۍ ۹۱۴۵ پېښې ثبت شوې او ۷۶ کسان یې له امله مړه شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په سويډن کې د قرانکریم سوځونه او بېحرمتي په کلکو ټکو غندلې او له یاد هېواده یې غوښتي چې عامل ته یې سزا ورکړي.
ملګري ملتونه له اسلامي امارت څخه د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه د وروستيو فرمانونو بېرته اخیستلو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې سرپرست حکومت ویلي، دې ستونزې ته د شریعت په چوکاټ کې حللاره لټوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره په لیدنه کې ویلي، د حکومت په رسمیت نه پېژندنه، د چارواکو پر سفرونو او بانکي سیسټم بندیزونو افغانان له ستونزو سره مخ کړي او نړۍواله ټولنه باید د دغو ستونزو په اړه مثبت ګامونه واخلي.
د بریتانیا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري ویلي، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې یې په افغانستان کې ۲۵ «طالبان» وژلي؛ خو د افغانستان سرپرست حکومت وايي، دغه اعتراف څرګندوي چې نه يوازې هري بلکې «هر اشغالګر هېواد افغانستان کې د دغه ډول جنایتونو» داستان لري.
کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱) : د سرپرست حکومت د کانونو او پیټرولیم وزارت له یوه چینایي شرکت سره د امو حوزې د تېلو د
د رسنيو ځينو مدافع ټولنو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد په هغو څرګندونو، چې محکمه به د هغو رسنيو په اړه پرېکړه وکړي چې له هېواده بهر د نظام په زيان کار کوي، نيوکي کړي، خو حماد وايي، دغو رسنيو اصولو ته اعتناء نه ده کړې او محکمه به د پنجشنبې په ورځ د دوی د وکيلانو په حضور کې خپله فيصله واوروي.
ځینې سرچینې وایي، په هېواد کې د برېښنایي تذکرو وېش بهیر له څلورو ورځو راهیسې د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهابالدین دلاور وايي، دیني عالمانو هڅې پیل کړې چې له شریعت او افغاني عنعناتو سره سم ښځو ته په غیردولتي بنسټونو کې د کار کولو لار پیدا کړي.
د سمنګان په درۀ صوف کې د ډبرو سکرو ځیني کانلرونکي وایي، له قرادادي شرکتونو پرته – چې سکاره په ارزانه بیه پېري – نورو ته د هغوی د سکرو د پېر اجازې نه ورکولو له تاوان سره مخ کړي دي او که دا ستونزه حل نه شي، کارونه دروي او ګڼ شمېر کسان به وزګار شي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، له بهرنیو سیلانیانو سره په روان کال کې د ۴۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي دي.
د چارو شنونکي له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې روانې مرستې د ستونزو په کمولو کې ډېرې اغېزناکې بولي وایي، که دا مرستې نه وای نو افغانستان به له اقتصادي پلوه له ډېرو ننګونو سره مخ شوی وای.