ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنایي تذکرو وېش د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلی دی

د برېښنایي تذکرو وېش د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلی دی

author avatar
1 Jan 2023 - 11:23
د برېښنایي تذکرو وېش د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلی دی
author avatar
1 Jan 2023 - 11:23

کابل (پژواک، ۱۱مرغومی ۱۴۰۱): ځینې سرچینې وایي، په هېواد کې د برېښنایي تذکرو وېش بهیر له څلورو ورځو راهیسې د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلی دی.

په کابل ښار کې د برېښنایي تذکرو د یوې څانګې یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې چهارشنبې (د مرغومي له اوومې) راهیسې د تذکرو وېش بهیر د تخنیکي ستونزې له امله ځنډېدلی او د احصایي او معلوماتو ملي ادارې، د تذکرو د وېش له څانګو غوښتي چې تر بلې خبرتیا د تذکرو وېش ودروي.

ده وویل: «یو ځل پخوا هم د تذکرو د کمښت له امله د تذکرو د وېش چارې ودرېدې، خو موږ ته ویل شوي وو چې باید د مراجعینو [د تذکرو د وېش] نورې چارې ورته ترسره کړو او  یوازې تذکرې به یې چاپ ته نه لېږو؛ خو اوس د برېښنایي تذکرو له ټولو څانګو غوښتل شوي چې د تخنیکي ستونزو له امله خپلې چارې ودروي او یوازې هغه کسانو ته تذکرې ورسپارل کېږي چې مخکې چاپ شوې دي، تذکرې هم شته دي، نو نور معلومات نشته چې دغه تخنیکي ستونزې د څه شي دي.»

هغه زیاتوي چې دوی ته په دې اړه نه دي ویل شوي چې دغه ستونزه به کله حل شي.

پژواک خبري اژانس په کابل ښار کې د ځینو نورو څانګو له کارکوونکو سره هم خبرې کړې او هغوی هم تاییدوي چې د تذکرو وېش چارې یې درولې دي.

د احصایي او معلوماتو ملي اداره کې هم یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې له څلورو ورځو راهیسې په ټول هېواد کې د برېښنایي تذکرو د وېش چارې د تخنیکي ستونزو له امله درېدلې دي.

ده وویل، د برېښنایي تذکرو د چاپ په ماشینونو کې څه تخنیکي ستونزه رامنځته شوې، د حل لپاره یې هڅې روانې دي، خو معلومه نه ده چې څومره وخت به واخلي.

دی وایي چې یادې ادارې په کابل او ولایتونو کې د تذکرو وېش له څانګو غوښتي چې د دغې ستونزې تر حل پورې خپلې چارې ودروي.

په هېواد کې د برېښنايي تذکرو وېش د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي په ۱۳مه پیل شوی دی.

د احصايې ملي ادارې په زمري میاشت کې ویلي وو چې په ټول هېواد کې څه باندې ۸،۲ میلیون کسانو ته تذکرې وېشل شوې او له دې ډلې څه باندې ۲،۱ میلیون کسانو ته په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته وېشل شوې دي.

Visits: 580

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.