ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بریتانوي شهزاده هري: افغانستان کې مې د دندې پرمهال ۲۵ کسان وژلي

بریتانوي شهزاده هري: افغانستان کې مې د دندې پرمهال ۲۵ کسان وژلي

author avatar
6 Jan 2023 - 18:09
بریتانوي شهزاده هري: افغانستان کې مې د دندې پرمهال ۲۵ کسان وژلي
author avatar
6 Jan 2023 - 18:09

کابل (پژواک، ۱٦ مرغومی ۱۴۰۱): د بریتانیا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري ویلي، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې یې په افغانستان کې ۲۵ «طالبان» وژلي؛ خو د افغانستان سرپرست  حکومت وايي، دغه اعتراف څرګندوي چې نه يوازې هري بلکې «هر اشغالګر هېواد افغانستان کې د دغه ډول جنایتونو» داستان لري.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، هري د خپل ژوندلیک په خپرولو سره ويلي چې په افغانستان کې يې د يادو کلونو پرمهال د چورلکې د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړې ده.

هري ويلي، هغه مهال یې په شپږو ماموریتونو کې ونډه اخیستې وه چې ټول یې مرګوني وو.

هغه خپلې دا کړنې د توجیه وړ بللې او ويلي يې دي: «دا یوه احصاییه او شمېره نه وه چې زه یې په ویاړ په ډاکه کړم او نه یې زه شرمولی یم.»

هغه لیکلي: «کله چې ما ځان د جګړې په ګرم ډګر او ګډوډۍ کې ډوب وموند، نو ما د هغو ۲۵ کسانو په اړه فکر نه کاوه، دوی لکه د شترنج دانې باید له تختې لرې کړای شوې وای.»

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي په دې اړه وايي: «د هري په نوم د بریتانیا د یو شاهزاده له خوا تازه اعتراف چې ګني په افغانستان کې یې د خپل ماموریت پرمهال زموږ ۲۵ تنه هېوادوال په بې‌رحمانه توګه وژلي، دا څرګندوي چې دغه ډول جنایات یوازې تر هري پورې منحصر نه دي، بلکې هر اشغالګر هېواد زموږ په هېواد کې د دغه ډول جنایاتو داستان لري.»

هغه زياتوي: «په تأسف سره غربي نړۍ چې ځان د بشري او انساني حقوقو مدافعین او علمبرداران ګڼي، خو د عمل په میدان کې بیا په لوړه کچه دا ډول اخلاق(!)لري.»

کريمي وايي،‏ افغانان به د مسلمان او ازاد ملت په توګه د «اشغالګرو جنایات» هېڅکله هیر نه کړي او د خپل دین او هېواد د ساتنې روحیه به تل ژوندۍ ساتي.

Visits: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.