ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د امو دریا حوزې د تېلو د استخراج تړون له یوه چینایي شرکت سره لاسلیک کړ

افغانستان د امو دریا حوزې د تېلو د استخراج تړون له یوه چینایي شرکت سره لاسلیک کړ

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱) : د سرپرست حکومت د کانونو او پیټرولیم وزارت له یوه چینایي شرکت سره د امو حوزې د تېلو د استخراج تړون لاسلیک کړ.

د امو نفتي حوزه د هېواد له یو شپږو نفتي حوزو څخه ده، چې د فاریاب، سربل او جوزجان ولایتونو په ځینو کې موقعیت لري، د ترسره شویو څېړنو له مخې، د امو حوزه ۸۰ میلیون بیرل تېل لري چې شاوخوا ۸۴ کاله مخکې د سویډن د متخصصینو لخوا کشف شوې وه.

د راپورونو له مخې، په ۱۳۹۰ لمریکال کې له دې حوزې څخه د تېلو د استخراج تړون د افغانستان دولت او د چین د نفتو ملي شرکت او وطن ګروپ سره لاسلیک شوی و، خو د ځینو دلایلو له امله یې کارونه ځنډول شوي وو.

پر دغه تړون د لاسلیک مراسم نن د مرغومي په ۱۵مه، د سرپرست حکومت د رسنیو مرکز کې نیول شوي وو، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، او په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د چینایي سي  پایک CPEIC شرکت مسوول، د امو سیند د نفتی حوزې د استخراج تړون لاسلیک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدين دلاور د تړون پر ښيګڼو او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې په تېرو پنځوسو کلونو کې، افغانستان د دغه شان ستر او اقتصادي تړون د لاسلیک کولو شاهد نه و.

هغه زیاته کړه چې دغه قرارداد د امیرالمؤمنین په امر، د رئیس الوزرا په هدایت، د اقتصادي مرستیال په لارښوونې او د کابینې د فیصلې پر بنسټ ترسره کېږي چې د تېلو د تثبیت شوې ځمکې مساحت ۴۵۰۰ کيلومتره مربع ده چې د هېواد په درېيو ولايتونو (سرپل، جوزجان او فارياب) کې موقعيت لري.

د شیخ الحدیث دلارو د څرګندونو له مخې؛ په قرارداد کې، په یو کال کې د في هکټاره ځمکې کرایه تر۴۰ ډالرو پورې رسېږي او د تېلو ذخیره پنځه ساحې کشف شوې چې یوه یې د قشقري ساحه ده چې ذخیره یې ۸۷ میلیونه بیلره تېل تخمین شوې او یاد شرکت به په درېیو کلونو کې هم اکتشاف ترسره کوي او هم استخراج او سروې.

هغه زیاتوي چې په لومړی کال کې به شرکت تر ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي او په درېیو راتلونکو کلونو کې به د ۴۵۰۰ مساحت اکتشاف کوي او په همدې موده کې تر ۵۴۰ میلیونه ډالرو پورې پانګونه کوي.

سرپرست وزیر د معلوماتو له مخې؛ تر دې وړاندې هره ورځ له قشقري ساحې څخه تر ۲۰۰ ټنه پورې تېل استخراج کېده، خو له دې وروسته به دغه ارقام تر ۱۰۰۰ او له هغه زیاتو ته ورسېږي.

شیخ دلارو څرګنده کړه چې اوسمهال په قرارداد کې د افغانستان ونډه ۲۰ سلنه ده او ټاکل شوې دا ونډه تر ۷۵ سلنې پورې ورسېږې. دغه راز په قرارداد کې ۱۵ سلنه حق الامتیاز هم افغانستان ته ورکړل شوی او یادونه شوې چې په دې پروژه کې به تر ۳۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه په کابل کې د چین له سفیر څخه وغوښتل چې د عینکو مس کان، کارونه هم ژر تر ژره پیل کړي.

وروسته، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم، د آمو سيند د نفتي حوزې د استخراج تړون د لاسليک کولو ارزښت ته په اشارې وویل چې د دغه تړون په مرسته به د افغانستان اقتصاد لا پیاوړی او د تېلو له پلوه به پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي.

هغه، افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه د نړۍ یو بډای هېواد وباله او څرګنده یې کړه چې په افغانستان کې افغان- تاجک، آمو سیند، هرات، هلمند او کټواز کې د تېلو سترې حوزې شته چې د خامو تېلو تخمیني زېرمې یې ۱،۸ میلیارده بوشکو ته رسېږي.

ملا برادر اخوند قراردادي شرکت ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت له دوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او له شرکت څخه یې وغوښتل چې د سرپل ولایت د خلکو چاپیریالي او اقتصادي امنیت ته دې پوره پاملرنه وکړي او خلکو ته یې ټولنیز خدمتونه وړاندې کړي.

په کابل کې د چين د سفير وانګ يو، په خپلو خبرو کې، د یاد تړون د بشپړ رعایتولو ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د چینایي شرکت ټول کارونه به په معیاري ډول ترسره شي.

نوموړي دغه قرارداد د افغانستان د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره مهم وباله او د پروژې لا ښه تطبیق لپاره یې د دواړو لور پر زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

Visits: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.