Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات کې یو شمېر هغه ښځې چې انلاین سوداګرۍ ته یې مخه کړې وایي، انلاین پلورنځي د یوې نوې پدیدې په توګه کولی شي د کاروبار بازار غوړېدا کې اغېزناک وي او باید هغه ښځې چې په دې برخې کې فعالیت کوي، وروزل شي.
د هرات امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د وسلهوالو او نورو غلاوو په تور اووه کسان نیول شوي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د پاشدان بند د پاتې چارو پرانېسته وکړه.
د هرات ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت زندهجان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته ۴۰ نور جوړ شوي کورونه هم وسپارل شول.
هرات کې یوه مېرمن په داسې حال کې د میناتورۍ هنر ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي چې دا هنر په افغانستان په ځانګړي ډول هرات کې ځانګړی ارزښت لري.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي، د امنیتي چارواکو په یو لړ عملیاتو کې د دغه ولایت له مرکز څخه د یوه قتل په تور درې کسان ونیول شول.
د هرات امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې امنیتي ځواکونو په کشفي عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او نظامي تجهیزات کشف او ترلاسه کړي دي.
د هرات ځیني اوسېدونکي د دغه ښار په ډېرو ځایونو کې د کثافتدانیو نشتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دغه چاره د هرات په ډېری سیمو کې د ښار د بېنظمۍ لامل شوې ده.
د هرات په ګلران او انجیل ولسوالیو کې زلزلهځپلو کورنیو ته ۶۶ نوي کورونه جوړ او ور وسپارل شول.
هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د څه باندې ۵۳ ميليون ډالرو په ارزښت د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دويمې برخې جوړولو تړون لاسلیک شو.
هرات کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت اسلامکلا بندر له لارې له هېواده د څه باندې دوه سوه زره امريکايي ډالرو قاچاق په تور دوه کسان نيول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP