Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ يې د دغه ولایت په ټولو ولسواليو کې څه باندې ۶ زره کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د پکتيا مرستیال والي وايي، د ولايت په کچه رسنيو او خبريالانو ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ له هغوی سره د مالي او نورو ستونزو په حل کې هم همکاري کوي.
د پکتيکا ولايتي مسوولين وايي د اسلامي امارت مشر د ځانګړي حکم له مخې، انګوره اډه له پاکستان سره رسمي ترانزیټي لار شوه.
د پکتيا پوهنې رياست وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز او ولسواليو کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ ښوونځيو او دوو ديني مدرسو د ودانیو د بيارغونې چارې بشپړې شوې.
د پکتيا عامې روغتيا رياست وايي چې د حوزوي روغتون په ګډون له څلورو روغتیایي مرکزونو سره د ۷۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه.
د پکتيکا د مرکزي زندان مسوولين وايي چې په لومړي ځل یې په دغه زندان کې د بندیانو لپاره د حرفوي زدهکړو مرکز جوړ کړی دی.
د پکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰ پراختیايي او بیارغونې پروژو چارې پيل شوې.
د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي چې د جانيخيلو ولسوالۍ مقام لپاره د ۲۲ ميليون افغانيو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پکتيکا ولايتي مسوولين وايي چې تازه يې په مرکز ښرنه او ولسواليو کې د راکړې ورکړې پر مهال پر پاکستاني کلدارو او نورو بهرنيو اسعارو بنديز لګولی دی.
د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ د کميساري مسوولين وايي چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې پاکستاني لوري د خرلاڅيو دروازه د سوداګریزو توکو پر مخ هم تړلې ده.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين وايي چې د هېواد په زندانونو کې هيڅوک زندانیانو ته د سزا او یا هم شکنجې ورکولو صلاحیت نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP