Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د څلور سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د پکتیا د جانيخېلو ولسوالۍ خلک وايي چې په دې ولسوالي یوازې یو مخابراتي انتن دی او ډېر خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د پکتيا د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند په شاهيکوټ دره کې د لومړي ځل لپاره د شاعرانو، حکومتي مسوولینو او عامو خلکو په ګډون یوه لویه مشاعره جوړه شوه.
د پکتيا ولايت مرکز ګردېز کې د افغان توليد تر نامه لاندې د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو دری ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځياريوب ولسوالي کې یې د بنګو ۱۳۸ جریب کښتونه له منځه وړي دي.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د څه باندې سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د دوو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي وايي، دغه ولایت دولتي برېښنا نه لري چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو بل لور ته مسوولین بیا وايي چې دغه ستونزه به په نږدې راتلونکي کې حل شي.
د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې ډېری تاریخي سیمې او ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او غوښتنه کوي چې د بیارغولو لپاره یې باید اقدام وشي.
د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ کې د خلکو په اته میلیونه افغانۍ لګښت د یوه سړک د کانګرېټ کولو چارې پيل شوې.
پکتیکا کې د پلتوني بند جوړولو چارې نن د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا بېرته پیل شوې.
د یوناما مرستیال وايي، دوی هڅه کوي د کډوالو د نورو ستونزو د حل ترڅنګ د هغوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینه هم برابره کړي.
د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۱۳۰ کسان د شپږ میاشتني حرفوي زدهکړو له پروګرام څخه فارغ شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP