ژبه

پکتيا کې ۴۵۲ کیلو ګرامه چرس نیول شوي

ګردېز (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳) د پکتيا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې یې ۴۵۲ کیلوګرامه چرس کشف او نیولي دي.

د پکتـيا د امنيه قوماندانۍ ویاند منيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ورځ يې د دغه ولایت د مرکز ګردېز ښار د دوېیمې امنیـتي حوزې اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د یو کشفي راپور پر بنسټ ۴۵۲ کیلو ګرامه خام چرس کشف او نیولي دي.

هغه وویل چې دغه چرس په یوه تراکتور کې بار وو.

دی وایي چې په دې تړاو یې یو تن نیولی او له څېړنو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.