Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د سالنګ لویه لار چې د وروستۍ واورې او توپان له امله تړل شوې وه، د مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې درې کسان د لس زره کا ټابلېټونو د لېږد په تور نیول شوي دي.
د بغلان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د غوښې چرګانو ۳۰۰ فارمونه فعال دي او هر کال شاوخوا نهه زره مټریک ټنه غوښه تولیدوي خو فارملرونکي بیا د چرګانو د دانې او درملو بیو له لوړوالي شکایت کوي.
د بغلان د مرکز پلخمري په ګډون په څلورو ولسوالیو کې په داسې حال کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو چې د دغه ولایت روغتیايي مسوولین وایي، د پلخمري ښار د یوې سیمې ککړو اوبو کې یې د پولیو ویروس تثبیت کړی دی.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د «افغان کېبل» په نوم د کورنیو او نړۍوالو ټلوېزیونونو یوې کېبلي شبکې له شل کلن فعالیت وروسته نن خپل خدمات ودرول.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، سږ کال دغه ولایت کې پر پنځه زره ۶۲۰ جریبه ځمکه نشهیي توکي کرل شوي وو چې په بشپړ ډول له منځه وړل شوي او دغه راز د څه کم څلور زره روږدو درملنه هم شوې ده.
بغلان کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې یوه ځوان د ټوپک په ډزو ځان وژلی دی.
د بغلان د امنیه قومانداني مسوولین وايي، د دغه ولایت دوشي ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د پنځوس لېتره شرابو د لېږد په تور نیولې ده.
د کورنیو چارو وزات وايي چې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یو شمېر «عبادت کوونکو» د وسلهوالو له لوري ډزې شوې چې له امله یې لس کسان مړه شوي.
بغلان کې یو شمېر غالۍ اوبدونکي وايي، د حکومت او موسسو د نه پاملرنې له امله یې د غالۍ اوبدلو لرغوني لاسي صنعت ته لېوالتیا کمه شوه ده.
د میدانوردګو په نرخ ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه او بلخوا د بغلان په مرکز پلخمري کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP