پلخمري (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې دې د سلبستریز روغتون جوړولو چارې چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې ولاړې دي، بېرته پیل شي.
د بغلان د مرکز پلخمري ښار په حسینخېلو سیمه کې لس کاله مخکې (۱۳۹۳ لمریز کال) د یوه سلبستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې وې، تر ۱۳۹۷ کال پورې یې ۷۰ سلنه چارې ترسره شوې خو له هغه وروسته تر ننه په ټپه ولاړې دي.
اوس د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د یاد روغتون چارې دې بشپړې شي.
د یادې سیمې د کلیوالي شورا رییس فرهاد احمدزي وویل: «څو ورځې وړاندې مې زوی ناروغ شو، ولایتي روغتون د ډېرو ناروغانو درملنې ظرفیت نه لري چې له امله یې خلک خپل ناروغان کابل او یا نورو ولایتونو ته وړي، ما هم له همدې امله خپل ناروغ زوی کابل ته یووړ، که دغه سلبستریز روغتون جوړ وای، کابل ته مې د ناروغ وړلو اړتیا نه وه، غوښتنه مو له اسلامي امارته دا ده چې دغه روغتون جوړ کړي.»
دغه راز، د پلخمري ښار یوه اوسېدونکي سردارولي وویل، په ولایتي روغتون د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې ډېريږي چې ټولو ته پر یو وخت خدمات نه شي وړاندې کولی، خلک اړ کېږي چې خپل ناروغان کندوز، سمنګان او یا هم کابل ته بوځي.
هغه زیاته کړه: «په حسینخېلو سیمه کې جوړېدونکی سلبستریز روغتون چې د ودانۍ ډېره برخه یې جوړه شوې او کمه اندازه کار يې پاتې دی، حکومت باید د خلکو روغتیایي ستونزو ته د رسېدو په موخه د دې سترې پروژې پاتې چارې بشپړې کړي ».
د حسینخېلو سیمې یوې اوسېدونکې زرمینې چې خپل ناروغ ماشوم یې ولایتي روغتون ته راوړی و، وویل: «په کلي کې مو د یوې غټې شفاخانې له جوړېدو خبره یم، خو څو کاله کېږي چې نیم کار یې پاتې دی، کاش جوړه شي او تکړه ډاکټران ورته راشي، د نورو له احتیاجه به خلاص شو.»
هغې زیاته کړه، په ملکي روغتون کې یې هم د ناروغانو درملنه کېږي، خو مراجعین یې ډېر وي، خلک اړ کېږي خپل ناروغان یا د نورو ولایتونو روغتونونو یا د همدغه روغتون د ډاکټرانو شخصي کتنځایونو ته بوځي.
خو بلخوا بیا د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د یوه مجهز روغتون شتون اساسي اړتیا بولي او زیاتوي، هڅه کوي د یاد سلبستریز روغتون پاتې چارې بشپړې کړي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په بغلان کې یوه مجهز ولایتي روغتون ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه، د حسینخېلو سیمه کې د جوړېدونکي روغتون چارې۷۰ سلنه بشپړې شوې خو له ۱۳۹۷ راهیسې یې قراردادي شرکت پاتې چارې پرېیښې دي.
د نوموړي په خبره: «د بغلان ولایتي روغتون چې د ۱۰۰ بسترو ظرفیت یې درلود، ۲۰۰ بسترو ته په ارتقا یې هم یوه بل مجهز ولایتي روغتون ته اړتیا ده؛ د حسینخېلو سیمه کې د یوه سلبستریز روغتون د جوړېدو کار پیل شوی و او ۷۰ سلنه چارې یې ترسره شوې هم دي چې پاتې کار به یې هم پیل شي.»
د نوموړي په خبره، د یاد روغتون په تړاو یې د عامې روغتیا وزارت له لوړپوړو مسوولینو او قراردادي شرکت سره خبرې کړې او په هڅه کې دې چې هر څو ژر یې باتې چارې پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP