Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د څه باندې لس میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د نیمروز د مرکز زرنج ښار ښاروالۍ د څه باندې ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې دوه کیلومتر سړک پخولو چارو له پیلېدو خبر ورکړی دی.
نیمروز ولایت کې ځايي سرچینې د نږدې ۱۲ ټنه جامد او مایع نشهيي او ۳۲ ټنه تاریختېر خوراکي توکو او بېکیفیته درملو له سوځولو خبر ورکوي او وايي چې د نشهیي توکو د قاچاق په تړاو ۶۹ کسان هم نیول شوي دي.
په داسې حال کې چې په نیمروز کې وچکالیو کرنې ته سخت زیان اړولی، په وروستیو کې یو شمېر کروندګرو د اوبولګولو څاڅکي سیسټم ته په مخې کولو سره خپلې وچې ځمکې بیا راژوندۍ او پر شنو کروندو یې بدلې کړې دي.
د پژواک د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې د نیمروز «بایناز» کلي کې روغتیايي خدمتونو ته سخت لاسرسی د یوه خور او ورور د معلولیت لامل شوی، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس له یوه پلاوي سره له یادو معلولینو سره د مرستې لپاره دغه کلي ته سفر کړی دی.
د نیمروز د ورېښمو بندر له لارې د سوداګرۍ کمېدو په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته اړوندو ادارو د دغه بندر له لارې د سوداګرۍ کچې ډېرېدو په موخه د باروړونکو موټرو کرایې لپاره لایحه جوړه کړې چې د سوداګرو له هرکلي او د ځینو موټرلرونکو له نارضایتۍ سره مخ شوې ده.
نیمروز کې د ګلبشرې په نوم ۳۰ کلنه ښځه چې لا یې له زېږېدو پنځه میاشتې نه وې تېرې شوې، د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ پای ته رسېدو په موخه یوه ۲۰ کلن هلک ته په نوم شوه. هغه اوس له نورو میندو او پلرونو غواړي چې هيڅکله دې د خپلو لوڼو له برخلیک سره دا ډول معامله نه کوي.
د نیمروز امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د «میټاډون» نږدې شپږ میلیونه ټابلېټونه کشف او ترلاسه شوي او د قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
د جرګو له لارې د اختلافي مسایلو حل؛ نیمروز کې یو قومي مشر مولوي ګلاحمد احمدي چې د خپل ژوند درې لسیزې یې په شخړو او دښمنیو کې د ښکېلو لورو روغې جوړې ته وقف کړې وايي، هغه دښمنۍ یا شخړې چې د جرګو له لارې حل کېږي، د ښکېلو لورو د خوښۍ لامل ګرځي.
په نیمروز کې د وچکالۍ په اړه د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته چې ځيني کورنۍ کډه کېدو ته اړې شوې وې، یوه خیرخواه کس د دغه ولایت د یوه کلي د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو د ستونزې هواري په موخه څاه وکنله او خلک یې د اوبو راوړلو په موخه له دوه ساعته مزله خلاص کړل.
یو شمېر افغان نجونې وايي چې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له ځنډېدو وروسته بېکاره نه دي کښېناستلې او خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره یې د زدهکړو نوي فرصتونه انتخاب کړي دي.
د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې درې غله وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP