Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
زرنج (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): د نیمروز سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د «شاه بازار» سړک پخولو چارې پیل شوې.
نیمروز ولایت کې ځايي مسوولین ایران ته د لس ټانکره بېکیفیته تېلو له ګرځولو خبر ورکوي.
یمروز کې یو شمېر سوداګرو د سوداګریزو توکو پر مخ د تورخم لارې پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې او وایي چې له دې امله یې سخت زیان لیدلی او له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د نيمروز ولايت د نورم او سټنډرډ اداره وایي، له ایرانه وارد شوي۳۰ ټانکره بېکیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
نیمروز کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
ځيني راستانه شوي کډوال چې د سرپرست حکومت له خوا د نیمروز په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي له مسوولینو او مرستندویه موسسو غواړي چې دوی دایمي سرپناوې برابرې شي.
د نیمروز ولایت ځايي مسوولین د ایران د زهدان ښار له الغدیر توقیفځایه د ۱۹۳ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.
د نیمروز د مرکز زرنج ښار یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په دغه ښار کې د ترافیکي څراغونو له نشتوالي او ګڼېګوڼې شکایت کوي چې مسوولین د دې ستونزو هواري برخه کې د ځینو اقداماتو خبره کوي.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د نیمروز مرکز زرنج ښار ځيني اوسېدونکي، په دغه ښار کې د کثافتدانیو له نشتوالي او په بېلابېلو ناحیو کې د کثافاتو له ډېرۍ کېدو شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د حل برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د نیمروز امنیه قومانداني د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د څه باندې زر کیلوګرامه کیمیاوي توکو د کشف او ضبط خبر ورکوي او وايي چې په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د نیمروز ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې له اسلامي امارته غواړي چې د دغه ولایت د تاریخي او لرغونو سیمو د تخریب مخنیوی وکړي چې د دغه ولایت مسوولین وایي، حکومت د تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره پروګرامونه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن