د چارو ځیني شنونکي، په افغانستان کې پر بنیادي اصلاحاتو غور اړین بولي او وایي، نوی اساسي قانون او بیا یې له مخې حکومت جوړ شي او د ټاکنو پر لور دې ګام واخیستل شي.
د ریاست الوزار سیاسي مرستیال، د افغانستان لپاره د قطر له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، کابل غواړي د قطر په منځګړیتوب له اسلامي هیوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړي، تر څو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې نورې هم زیاتې شي.