ژبه

د لوړو زده‌کړو وزير: ځيني ديني عالمان به له ازموينې پرته د استادانو په توګه وګومارل شي

مزارشریف (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر وايي، د اسلامي زده‌کړو په موخه په پوهنتونونو کې دیني عالمان ګوماري چې ځیني مشهور عالمان به له ازموینې پرته د استادانو په توګه وګومارل شي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون له یو شمېر دیني عالمانو سره په ناسته کې له دوی څخه وغوښتل چې په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت او شرعي زده‌کړو په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

ندیم دغه پرېکړه د دیني مدرسو او پوهنتونونو ترمنځ د واټن کمولو لپاره مهمه ګڼي او له دیني عالمانو غواړي څو زده‌کوونکو او محصلینو ته د اسلامي زده‌کړو په برخه کې تدریس وکړي.

نوموړی دغه‌راز وایي، په پوهنتونونو کې یې د دیني عالمانو د تقرر لړۍ پیل کړې او شیخ‌الحدیث او مشهور عالمان به له ازموینې پرته په پوهنتونونو کې د استادانو په توګه مقرر کړي.

د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل هم دغه پرېکړه د اسلامي فکر خپراوي لپاره مهمه ګڼي او وایي، په تېرو شلو کلونو کې نړۍ هڅه کړې څو د ځوانانو فکرونه او ذهنونه بدل کړي.

هغه وایي، اوس دیني عالمان کولای شي چې په پوهنتونو کې د تدریس له لارې د دغو ځوانانو فکرونه بېرته په اسلامي او شرعي بڼه سمبال او سم کړي.

په همدې حال کې، د شمال زون یو شمېر دیني عالمانو د لوړو زده‌کړو وزارت د دغې پرېکړې هرکلی وکړ.

دیني عالم مولوي عبدالقدوس منیب وايي، له ډېره وخته یې همدا هیله وه چې ځوانان د دیني عالمانو تر لاس لاندې وروزل شي او فکرونه یې په شرعي بڼه برابر شي.

مولوي عبدالحفیظ قریشي هم د لوړو زده‌کړو وزارت دغه پرېکړه ستایي او وایي، یوازې دیني عالمان کولای شي چې د ټولنې د ټولو قشرونو د فکر او ذهن په جوړونه کې رغنده رول ولوبوي.

مولوي نورمحمد حقاني هم اسلامي عقیده له تخصص څخه مهمه ګڼي او وایي چې ډاکټران، انجینران او نور متخصیین د مسلکي زده‌کړو ترڅنګ باید اسلامي فکر ولري.

همداراز د يو بل خبر له مخې، د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د شمالي ولایتونو د دولتي او خصوصي بنسټونو له مسؤولينو او استادانو سره هم ليدلي دي.

هغه په دې ليدنه کې ويلي چې د مدرسې او پوهنتون د درسي بهير ترمنځ توپیر له منځه وړي.

ده زياته کړې چې په تېر کې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن رامنځته شوی و، خو اوس هڅې روانې دي څو دغه واټن له منځه يووړل شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپانه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نداء محمد نديم په یاده ناسته کې وویل، د هېواد د پوهنتونونو استادانو او محصلانو هر ډول ستونزو ته به د خپل توان په اندازه رسېدنه کوي.

دی وايي: «اتحاد او اتفاق د هېواد د پرمختګ د بنسټیزو فکټورونو څخه دي او د پوهنتونونو استادان بايد د محصلينو ذهنونه د يووالي او اتحاد په ارزښتونو روښانه کړي.»

سرچینې لیکلي چې په یاده ناسته کې د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل وويل: «الحمدالله په ټول هېواد کې خلک له امنيتي اندېښنو پرته په سوله‌یيزه فضا کې ژوند کوي او موږ ټول ایماني مسؤولیت لرو چې د هغه نظام د ټینګښت لپاره کار وکړو چې موږ ته یې د هوسا ژوند زمینه برابره کړې ده.»

هغه ویلي چې د اسلامي نظام پياوړتيا لپاره د هېواد د ځوانانو روزنې او د علم زده‌کړې په لار کې کار کول د هېواد د پوهنتونونو د استادانو مسؤولیت دی.

دغه‌راز سرچینې زیاته کړې، د بلخ پوهنتون د ماسټرۍ پروګرامونو رئيس ډاکټر فدا‌محمد راسخ بیا ډاډ څرګند کړی چې د پوهنتون استادان ځوانانو ته پر نړۍوالو معیارونو برابر تدریس کوي، څو هېواد له علمي اړخه پر ځان بسیاینې ته ورسېږي او د تېر په څېر وړ او پوه خلک ټولنې ته وړاندې کړي.