ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک ټویټرسپېس (تناظر): نړۍوال بنسټونه دې پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي

پژواک ټویټرسپېس (تناظر): نړۍوال بنسټونه دې پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي

author avatar
17 Nov 2022 - 16:21
پژواک ټویټرسپېس (تناظر): نړۍوال بنسټونه دې پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي
author avatar
17 Nov 2022 - 16:21

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): د پژواک د ټویټرسپېس (تناظر خپرونه) ګډونوالو په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونو او نیولو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر جدي خبرو ټنیګار وکړ، ویې ویل چې نړۍوال بنسټونه دې هم پر پاکستان فشار راوړوي څو د دې ستونزې مخه ونیول شي.

دغه بحث تېره شپه د افغانستان پر وخت ماښام پنځه نیمې بجې پیل او څه کم دوه ساعته یې دوام وکړ چې ۷۰۸ کسانو په ژوندۍ بڼه واورېد، شپږو شنونکو په کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې او لسګونو نورو ګډونوالو بیا په لیکلې بڼه خپلې تبصرې شریکې کړې.

د خېبر پښتونخوا په قونسلګرۍ کې د افغان کډوالو پخواني اتشې عبدالحمید جلیلي وویل، اوس په پاکستان کې ډېره ستونزه هغو افغانانو ته ده چې له تحول وروسته په ویزو تللي خو د ویزو موده یې ختمه شوې او یا د سپین بولدک له لارې په غیرقانوني توګه پاکستان تللي او قانوني اسناد نه لري.

دی وايي: «هغه کسان چې د سپین بولدک له لارې راځي، ډېر ځورول کېږي، په لاره کې یو پر بل خرڅيږي، پیسې ترې اخيستل کېږي او بندیانېږي چې ویلی شو زرګونه کسان د پاکستان په جېلونو کې زنداني دي چې ماشومان، ښځې، غټ او واړه ټول په کې دي.»

هغه زیاته کړه، د پاکستان حکومت د کډوالو په اړه د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزیزو ټول هغه پروټوکولونو او کنوانسیونه چې په ملګرو ملتونو کې وړاندې شوي، نه دي لاسلیک کړي، نو دا په دې معنا ده چې پاکستان د کډوالو حقونو ته ځان ملزم نه بولي خو د کډوالو په نوم بیا امتیازت ترلاسه کوي.

د خیبر پښتنوخوا په کوهاټ کې قومي مشر حاجي نظر خوږیاڼي هم وویل چې په سند کې پاکستاني پولیس له افغان کډوالو شخصي توکي او پیسې اخلي او زندان ته یې وړي.

دی وايي: «په نیول شوو کسانو کې یوازې کډوال نه، بلکې سوداګر، محصلان، ډاکټران او د نورو کسبونو خاوندان هم شته.»

د ده د معلوماتو له مخې، اوس مهال ۱۳۷۰ افغان کډوال – چې ځیني یې د کډوالۍ (پي او ار) کارتونه هم لري- د پېښور په سنټرل جېل،۱۷۰۰ بندیان د کراچۍ په سي ټي زندان، ۸۰۰ بندیان د کراچۍ په مالیرکوټ کې، په سوپر های وې ګډاپ زندان کې هم شته او د پنجاپ یوې ولسوالۍ کې تر ۴۰۰ پورې ښځې نیول شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغه ستونزې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله زیاتې شوې دي.

خوګیانی زیاتوي: «د افغانستان استازی، سفیر او قونسلر د دوی پوښتنه نه کوي او نه هم د کډوالو وزیر د افغان زندانیانو پوښتنه کړې خو د بندیانو په خلاصون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هڅې هم بې سارې دي.»

د ده په وينا، د افغانستان سرپرست حکومت بايد د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره له پاکستان سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې د پاکستان پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره ناسم چلند غندلی او د پاکستان له حکومته یې په کلکه غوښتي چې مخنیوی یې وکړي او د تکرار مخه یې ونیسي؛ دغه وزارت ویلي، هڅې یې کړې خو ستونزه لا نه ده حل شوې.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو ټولنې مرستیال سبحان‌الله مصباح وویل چې د پاکستان دولت له خوا نه یوازې اوس د افغان کډوالو اساسي حقونه نقض کېږي، بلکې له تېرو څلوېښتو کلونو دا ستونزې روانې دي.

دی وايي: «پاکستان په دې وروستیو کې د ۱۹۴۶ کال قوانین رابرسېره کړي او د نیولو مسایل یې رامخې ته کړي چې د هغو پر بنسټ یې ځیني افغانان ونیول او دا کار د بشري حقوقو اعلامیې له ۱۳مې او ۱۴مې مادو او د کډوالو ۱۹۵۱ کنوانسسیون، د ملګرو ملتونو منشور او نړۍوالو پروټوکولونو سره په ټکر کې دی.»

هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې چوپتیا د دې لامل ګرځي چې په پاکستان کې له افغانستان کډوالو سره ناسم چلند ورځ تر بلې ډېر شي خو په کار ده چې په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکړل شي، نړۍواله ټولنه باید پر پاکستان فشار راوړي او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم باید خپل مسوولیت ادا کړي.

د ده په وينا، څو چې په افغانستان کې اساسي قانون رامنځته نه شي، افغانان په نړۍواله کچه استازی، په ملګرو ملتونو کې همغږي‌کوونکي او په پاکستان کې خپل سفير ونه لري نو له دې ډول پېښو سره به مخ کېږي.

هغه زیاته کړه: «ښه لاره دا ده چې افغان حکومت دغه موضوع د ملګرو ملتونو له لارې له پاکستان سره شريکه کړي او امنيت شورا ته له پاکستانه شکايتونه وړاندې کړي؛ ځګه دا کار د بشري حقونو نقض دی چې د پاکستان له خوا په متواتره توګه ترسره کېږي.»

د حقوقي چارو شنونکي سید خالد سادات وویل، دا چې پاکستان تازه اعلان کړی چې که څوک په دغه هېواد کې بې ویزې ثابت شو نو پر درې کاله بند یې محکوموي، دا اصل د نړۍ هیڅ قانون او اصول نه ایجابوي.

دی وايي: «متاسفانه افغانستان اوس په داسې حالت کې نه دی چې له حقوقي اړخه د نړۍوالو حقوقو په رڼا کې د کډوالو موضوع حل کاندي؛ ځکه په کومو کنوانسیونو او اصولو کې چې افغانستان ملحق دی، اوسنۍ حاکمه ډله نه شي کولی چې د هغو له مخې، مخې ته لاړه شي؛ ځکه پر رسمیت نه دي پېژندل شوي او نړۍوال حقوقي شخصت نه لري او له سیاسي اړخه پاکستان او ایران تل هڅه کړې چې افغانان په خپله د افغانانو په مقابل کې د فشار الې په توګه وکاروي.»

هغه زیاته کړه، په پاکستان کې مخکې هم زور زیاتی و، خو دا چې اوس زیات شوی، مهم علت یې دا دی چې اوس د کډوالو لپاره هغه پخوانۍ مرستې پاکستان ته نه ورکول کېږي او بل مسئله دا ده چې پاکستاني پولیس د پیسو ترلاسه کولو لپار هر شی کوي.

د چارو بل شنونکي امین‌الله شارق وويل، له نږدې یو کال راهیسې پاکستان د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره د افغان کډوالو ثبت پروسه تړلې او یاده اداره اوس د کډوالۍ سندونه نه ورکوي.

دی وايي: «کله چې د افغانستان له مرکزي حکومت سره د پاکستان ستونزې راپيدا شوې نو زور يې په دغه هېواد کې له پرتو کډوالو ایستلی دی.»

هغه زیاته کړه چې پاکستان دغه فشارونه د خپلو موخو لپاره واردوي څو د افغانستان پر دولت باندې خپلې موخې ومني.

د بشري حقونو فعال حشمت وجداني ادعا وکړه چې په پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر په اداري برخه کې په پراخه کچه فساد شتون لري.

دی وايي: «کله چې کډوال د یادې کمېشنرۍ له قراردادي دفتر (شارپ) سره ځان ثبتوي نو په ډېر ځنډ یې پروسه مخې ته وړي او بالاخره د دې ادارې له لوري ورته زنګ وهل کېږي او ورته وايي، که چېرې تاسې غواړئ مرکه مو ژر وشي نو بايد دوی ته تر درې سوه ډالر ورکړئ.»

هغه زیاته کړه چې پاکستان په دغو فشارونو سره ڼړۍوالو ته ښيي چې د افغان کډوالو پر سر دوی ته امتياز ورکړي لکه څنګه يې چې په تېرو کلونو کې ورکړی دی.

وجدان هم غوښتنه کوي چې افغان حکومت دې په دې اړه له پاکستان سره خبرې وکړي او دغو ستونزو ته دې د حل لاره پيدا کړي.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د قراردادي دفتر مسوول سید لیاقت بنوري پژواک ته په یوې استولې خبرپاڼه کې پر دغه دفتر پورتنی تور رد کړ.

Visits: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.