ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 یوه افغان پانګه‌وال اماراتو کې د اوبلن ګاز د تولید او توزیع شرکت پرانیست

 یوه افغان پانګه‌وال اماراتو کې د اوبلن ګاز د تولید او توزیع شرکت پرانیست

author avatar
8 Nov 2022 - 15:10
 یوه افغان پانګه‌وال اماراتو کې د اوبلن ګاز د تولید او توزیع شرکت پرانیست
author avatar
8 Nov 2022 - 15:10

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): افغان پانګه‌وال احمدیار غرنی – چې تېره اونۍ یې په متحده عربي اماراتو کې د ۷۰ ميليون درهمو په لومړنۍ پانګه‌ونې سره د اوبلن ګاز د توليد او توزیع شرکت پرانیست- په افغانستان کې د لاجوردو د پروسس شرکت جوړوي.

احمدیار غرنی د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د کابل پوهنتون له انجنیرۍ پوهنځي څخه فارغ شوی، د نړۍوالې سوداګرۍ په برخه کې یې د اسټرالیا له یوه پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړې او په ۱۳۹۹ کال کې بهر ته تللی دی.

ده له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چي د ګاز یاد شوی شرکت یې تېره اونۍ د متحده عربي امارتو د عجمان ښار په الجرف صنعتي سیمه کې پرانیستی او په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د دغه ښار د ولیهعد او د ښار اجرایوي شورا مشر شیخ عمار بن حمید النعیمي، د پروتوکول او میلمه‌پالنې د څانګې مشر یوسف النعیمي، د عجمان ولیعهد د دفتر رییس احمد ابراهیم الغلامسي او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

دی وايي، په اماراتو کې دغه شرکت د خپل ډول لومړنی شرکت دی چې د اوس لپاره د ورځې د نږدې ۴۰۰ زره کیلوګرامه اوبلن ګاز د تولید وړتیا لري او په راتلونکي کې به په دې برخه کې نوره پانګه‌ونه هم وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په شرکت کې یې دا مهال تر ۱۷۵ کسانو کار کوي چې ډېری يې افغانان دي او هڅه کوي چې په دغه شرکت کې ډېرو افغانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

غرنی وایي، غواړي په دغه شرکت کې تر ۱۷۰ مېلیونه درهمو نوره پانګه‌ونه هم وکړي.

احمدیار وویل چې د متحده عربي امارتو ترڅنګ یې په افغانستان، جرمني، اسټراليا او ترکيې کې هم په لوژیستکي او ودانیزو برخو کې پانګه‌ونه کړې ده.

دی سخت کار کول د خپلو بریاوو لامل ګڼي او وایي، اوس عملاً په افغانستان کې له اسلامي امارت سره په ګډه کار کوي او د کابل نړۍوال هوايي ډګر د داخلي عملیاتي برخو جوړول هم د هریرود په نوم د ده د شرکت په مرسته کېږي.

هغه زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان کې د لاجوردو د پروسس يو لوی شرکت پرانیزي او که سرپرست حکومت ورته د کار زمينه برابره کړي، نو دی به هم د پانګونې لپاره افغانستان ته راشي او دلته به ډېره پانګونه وکړي.

غرنی چې په وروستي ځل پنځه مياشتې مخکې افغانستان ته راغلی و، وایي چې په هېواد کې د پانګه‌والو پر وړاندې لويه ستونزه د لوړو مالياتو ده چې سوداګر او پانګه‌وال ترې شکایت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان چارواکو په وار، وار له پانګه‌والو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی به ورته هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي.

احمدیارغرني د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د افغانستان په لرو کليوالو سيمو کې یې يو شمېر جوماتونه هم جوړ کړي او په راتلونکي کې هم دغه ډول کارونو ته دوام ورکوي.

Visits: 307

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.