د پارلماني چارو پخوانى وزير فاروق وردګ وايي چې له هېواده وتلي شخصیتونه باید بېرته ته راستانه شي خو سرپرست حکومت باید د ټولو خلکو مدني او بشري حقوق تأمین کړي.
مالیزیا له افغانستان سره د ۱.۶ میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین مرسته کوي او وايي چې د افغانستان د سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنه د حکومت له ټولګډون کولو او د ښځو او لږکیو د حقونو تامینولو سره تړلې ده.
د پښتو ټلويزيون چارواکي ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو یې کابل کې له دفتره ۷ میله وسلې او یوه کامره وړي، خو د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي او د استخباراتو ریاست بیا وایي چې دوی دا کار نه دی کړی.