ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دقیق د رياست الوزراء له مرستيالانو سره د پراختيايي پروژو پر پلي کولو خبرې کړې

دقیق د رياست الوزراء له مرستيالانو سره د پراختيايي پروژو پر پلي کولو خبرې کړې

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰): سلطان مسعود دقیق د ریاست الوزراء له مرستیالانو او د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په هېواد کې د پراختيايي پروژو د تر سره کولو په اړه خبرې کړې دي.

په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلي کولو په برخه کې تجربه لرونکی افغان، سلطان مسعود دقیق – چې له جرمني څخه افغانستان ته راغلی- پرون یې د ریاست الوزراء له مرستیالانو ملا عبدالغني بردار، مولوي عبدالکبیر او د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره جلا جلا کتلي دي.

د ریاست الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر، دقیق ته ښه راغلاست ووایه او هېواد ته د هغه له راتګه یې مننه وکړه.

هغه دقیق ته په افغانستان کې د کانونو، روغتیا، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې پرته له کومو محدودیتونو د اسانتیاوو برابرولو ژمنه ورکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، هېواد ته د سید سلطان مسعود دقیق په راتګ خوښي وښوده او له هغه یې په هېواد کې د اوسېدو غوښتنه وکړه.

ده وویل: «تاسو د سرپرست حکومت وکیل یاستئ، څو جرمني کې افغانانو ته بلنه ورکړئ چې هېواد ته راستانه شي، سوداګري دې وکړي او د هغوی امنیت به هم تضمینیږي.»

هغه وایي، هېواد جوړول د یوه شخص کار نه دی او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د ښه فکر خاوندان او متخصصين د هېواد د جوړولو لپاره لاس په کار شي او ټول د خپل هېواد لپاره کار وکړي.

د یادونې ده چې د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالکبیر، له دقیق سره یوه ساعت خصوصي خبرې کړې دي.

د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف وویل، حکومت پرېکړه کړې، هغه پروژې بايد بشپړې شي چې له درېیو تر پنځو سلنو کار یې پاتې دی.

دی وایي چې المان دې د خپل هېواد تجربې او مرستې له افعانانو سره شریکې کړي.

هغه زیاته کړه:«نړۍ اوس له موږ سره اقتصادي جنګ پیل کړی، غواړي چې افغانان له فقر سره مخ شي او بېکاري اوج ته ورسيږي، خو اسلامي امارت هڅه کوي په تدبیر سره ستونزي حل کړي.»

د ده په وینا، کابینې پرېکړه کړې چې د مخکنیو مقررو په سمون کې باید دوه اصله مراعت شي؛ یو د شریعت خلاف ونه اوسي او بل د کار پر وړاندې خنډونه لکه په ادارو کې بیروکراسي له منځه يوړل شي، څو په نېغه د کار زمینه برابره شي.

سلطان مسعود دقیق په یادو لیدنو کې د حکومت چارواکو ته ډاډ ورکړی چې دی هڅه کوي څو بهرنۍ مرستې په مستقيم ډول افغانانو ته ورسیږي.

دی وایي:«د دې لپاره راغلی یم چې د پرمختیایي پروژو په برخه کې خپله تجربه له حکومت سره شریکه کړم او د تمویل لپاره یې د اروپایي هېوادونو توجه را واړوو.»

نوموړي وویل چې دی به د یوه پول په ډول د افغانستان د سرپرست حکومت ستونزې له اروپايی ټولنې، جرمني او نورو هېوادونو سره شریکې کړي.

دقیق زیاتوي: «حکومت دې داسې فابریکې جوړې کړي چې د تولیداتو ترڅنګ د توکو پلورنې لپاره هم سیسټم ولري، څو د چوپړ په وړاندې کولو سره سم له واره ګټه هم لاسته راوړي.»

ددغه راز قیق حکومت ته ډاډ ور کړ چې افغانستان ته د المانیانو جدي پام شته او په دې هېواد کې د کار کولو لپاره هیله لري.

Visits: 1148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.