ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دقیق کابل کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

دقیق کابل کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

(پژواک ۲۳ کب ۱۴۰۰): سلطان مسعود دقیق د کابل خاکجبار ولسوالۍ له ۶۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلي کولو په برخه کې تجربه لرونکی افغان، سلطان مسعود دقیق – چې د کب پر ۱۵مه له جرمني څخه کابل ته راغلی- نن (دوشنبه) یې د کابل ولایت خاکجبار ولسوالۍ د اتو کلیو له ۶۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

دغه مرسته د خاکجبار ولسوالۍ د ملک خېلو، خوردکابل، دوران خېلو، کوز ملنګ، شمانزيو، چکري، تالوخېلو او د زندان کلیو له بېوزلو خلکو سره وشوه.

د خاکجبار ولسوال مولوي میر احمد طارق د سلطان مسعود دقیق له یادې مرستې مننه وکړه او ویې ویل چې که د دغې ولسوالۍ د کرنې او روغتیا برخو کې هم کار وشي، د خلکو ستونزې به ورسره حل شي.

ده زیاته کړه، خدای دې وکړي چې دا د دقیق له خوا د مرستې کولو وروستی ځل نه وی او بیا بیا مرسته وکړي.

د هغه په وینا، دغه ولسوالۍ د برېښنا د تولید لپاره ځینې سیمې لري چې که پرې کار وشي، نو خلک به د تل لپاره ترې ګټه واخلي.

د یادې ولسوالۍ د پراختیایي شورا مشر او د دروان خېلو د کلي ملک زیارت ګل کړوخیل هم له یادې مرستې د مننې کولو ترڅنګ، دقیق ته په خاکجبار کې د پروژو د ترسره کولو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ وکړ.

د اړمنو کورنیو په استازیتوب ملا امیر وویل، له سلطان مسعود دقیق څخه مننه کوي چې په دې سختو حالاتو کې له اړمنو سره مرسته کوي.

دی وایي: “خاکجبار ولسوالۍ له ښاره لرې ده، خلک یې ډېر محتاجه دي او له دقیق څخه د تل لپاره غوښتنه کوو چې مرسته وکړي.”

د فرید په نوم بل کس وویل، دقیق مخکې که څه هم افغانستان کې نه و، خو بیا یې هم له افغانانو سره مرستې کړې دی.

دی وایی، هغه له اړمنو سره په لریو سیمو کې په خپلو لاسونو د طبي موادو په ګډون د خوراکي توکو مرسته کوي او نن یې په لومړي وار د خاکجبار له خلکو سره مرسته وکړه.

سلطان مسعود دقیق د مرستو وېش په ځای کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې خاکجبار نورو عاجلو او بنیادي مرستو لکه د روغتیا، پراختیایي، برښنا،د څکلو اوبو او زده کړو په برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

دی وایي: “راځئ یو او بل ته لاسونه ورکړو ترڅو په ګډه د افغانستان ابادۍ لپاره کار وکړو.”

د یادونې وړ ده چې سلطان مسعود دقیق له تېرې یوې اونۍ راهیسې افغانستان کې دی او د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء مرستیالانو په ګډون یې له وزیرانو او نورو حکومتي چارواکو سره د بشري او پراختیایي پروژو په اړه لیدنې کړې دي.

Visits: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.