Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بلخ کې تښتول شوى ماشوم محمديوسف ژغورل شوی او خپلې کورنې ته سپارل شوی دی.
په بلخ کې د اوو ولايتونو د ٤٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال درې ورځنی ټورنمنټ پاى ته ورسېد.
د بلخ يو شمېر انځورګران او خطاطان وایي، په دې وروستيو کې یې کاروبار په ټپه ولاړ دى او که دغه حالت دوام وکړي نو د دغه هنر د له منځه تللو وېره هم شته دى.
د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چين د ګډ اقتصادي دهلېز اړوند په سوداګريزو توکو بار لومړى اورګاډى بلخ ولايت ته راورسېد.
د بلخ تکړه انځورګر او خطاط استاد محمدصابر نقشبندي چې درې ورځې وړاندې وفات شوى، د دغه ولايت یو شمېر فرهنګیانو او سیمهییزو چارواکو یې هنر بېبدیله او مړینه یې لویه ضایعه وبلله.
د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې ناپېژانده کسانو د مزارشريف د درېيمې حوزې له مربوطاتو د محمديوسف په نوم يو ١٢ کلن ماشوم تښتولى دى.
د بلخ امنیتي مسوولين وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې لس کسان د ميتانول الکول څښلو له امله مسموم شوي وو چې درې تنه يې مړه شوي دي.
د بلخ د مرکز مزارشریف یو شمېر درمل پلورنکي وایي، د درملو پر وارداتو د حکومتي محدويتونو او نامناسب بانکي سيسټم له امله د درملو بيې لوړې شوې دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د ۲۰۹ الفتح قولاردو کارکوونکو د بېاحتیاطۍ له امله یو لاسي بم غورځېدلی او چاودنه یې کړې ده.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د حوزوي روغتون د نسايي او ولادي څانګې له خدمتونو خوښ نه دي او زیاتوي چې ناروغانو ته يې سمه پاملرنه نه کوي.
مزارشریف (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د عامه نظم لوا د پخواني قوماندان جنرال حسيبالله قريشي
په بلخ کې د سویډن کمېټې مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د دوی د اورتوپيدي او معلولینو د درملنې مرکز ته ۹زره کسانو مراجعه کړې چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP