Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان – ازبکستان ګډ بازار مسوولین وایي، د دغه بازار د جوړېدو چارې په ١٢٠ جريبه ځمکه کې د ٧٥ ميليون ډالرو په لګښت د ازبکستان په خاوره کې روانې دي.
د بلخ ولايت دولتاباد ولسوالۍ په دوو کليو کې په تېرو دوو اونيو کې ١٦ کورونه سوځېدلي دي.
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولايت کې څه باندې ۶زره ټنه انګور توليد شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٤ سلنه ډېروالى ښيي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د خبريالانو څلورلارې جوړولو چارې يو ځل بيا پيل شوې.
د بلخ ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، بهر ته د پيازو د صادراتو له ډېرېدو سره د مخکې په پرتله بیه یې هم ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
د بلخ حوزوي روغتون مسوولین وایي، هره ورځ په منځني ډول پر رواني ناروغيو اخته شاوخوا سل کسان دوى ته مراجعه کوي چې د پخوا په پرتله دوه برابره ډېروالى ښيي.
د بلخ ولايت حکومتي مسوولين وايي، د قوش تيپې کانال د جوړولو چارې ګړندۍ شوې دي او تر ټاکلې نېټې وړاندې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د کار نړۍوال سازمان په مرسته د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د بلخ د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال د دغه ولایت په شاخوا ۲۵زره هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
د بلخ کوشاني لوبډلې د شمال زون فوټبال سياليو په پاىلوبه کې د فاریاب یاشلر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
په بلخ ولايت کې د هوا له ګرمېدو سره سم هره ورځ سلګونه سیلانیان د شولګرې ولسوالۍ له خواجه سکندر او شفا چینو څخه لیدنه کوي.
د بلخ امنیتي مسوولین د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د شپږو کسانو د قتل، غلاوو او شرابو د تولید او پلور په تور د يوې لس کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP