مزارشریف (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۱): د بلخ د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال د دغه ولایت په شاخوا ۲۵زره هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
د بلخ د کرنې ریاست سرپرست مولوي رکنالدین معتصم د زمري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې روان کال پنبه ښه بازار لري او بزګران کولای شي ښه عواید ترې ترلاسه کړي.
هغه وایي: «په بلخ کې د پنبې د کر سیمه ۲۵زره هکتاره ځمکې ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيى.»
معتصم زیاتوي چې سږ کال د پنبې بیه هم د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې؛ تېر کال د يو بخار (٢٢٤ کيلوګرامه) پنبې بيه ۱۰زره او سږ کال ۲۰زره افغانۍ ده.
په همدې حال کې یو شمېر بزګران د پنبې د بیې پر لوړوالي او ښه حاصلاتو خوښي ښیي، خو وایي چې سږ کال ځینې کروندې طبيعي آفاتو زيانمنې کړې دي.
د بلخ ولايت يو کروندګر ضیا خان په روان کال کې د پنبې حاصلاتو او د بیې لوړېدو ته خوښ دى او وايي، له هر جریب ځمکې څخه شاوخوا پنځه بخاره پنبه ترلاسه کېږي.
د هغه په وينا، دا مهال هر بخار پنبه په بازار کې له ۲۰زرو تر ۲۵زرو افغانیو پورې پلورل کېږي.
ضیا خان دغهراز زیاتوي چې سږ کال د پنبې ځینې کروندې یو ډول افت (نباتي کنې) وهلي او زیانمنې کړې یې دي.
ده له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې د افاتو د مخنيوي په برخه کې دې له بزګرانو سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې يو بل کروندګر رستم پژواک ته وويل چې د اوبو کمښت او د کيمياوي سرې د بيې لوړوالى هغه څه دي چې کروندګر يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
بلخوا، د بلخ کرنې ریاست د طبیعي افاتو او ناروغیو کارپوه ثمرالدین علمیار د بزګرانو دغه ستونزه مني او وایي، سږ کال نباتي کنې د پنبې ځینې کروندې زيانمنې کړې دي.
علمیار زیاتوي چې سږ کال له بلخ، چمتال او چهاربولک ولسوالیو څخه ګڼ شمېر کروندګر ورغلي او د پنبې په فصلونو کې يې د نباتي کنې له شتونه شکايت کړى دى.
هغه له بزګرانو وغوښتل چې د کرنې ریاست ته ورشي او د دوی په مرسته او سلا دې د افاتو پر وړاندې خپلې کروندې دوا پاشي کړي.
پنبه د بلخ ولایت له عمده محصولاتو څخه بلل کېږي چې د نورو ولايتونو ترڅنګ بهرنيو هېوادونو او په ځانګړي ډول ايران او پاکستان ته هم صادرېږي.
Visits: 105
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن