ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتيايي مسوولين: بلخ کې د رواني ناروغانو شمېر دوه برابره ډېر شوی

روغتيايي مسوولين: بلخ کې د رواني ناروغانو شمېر دوه برابره ډېر شوی

author avatar
11 Aug 2022 - 15:25
روغتيايي مسوولين: بلخ کې د رواني ناروغانو شمېر دوه برابره ډېر شوی
author avatar
11 Aug 2022 - 15:25

مزارشریف (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱): د بلخ حوزوي روغتون مسوولین وایي، هره ورځ په منځني ډول پر رواني ناروغيو اخته شاوخوا سل کسان دوى ته مراجعه کوي چې د پخوا په پرتله دوه برابره ډېروالى ښيي.

بلخوا پر يادې ناروغۍ اخته کسان وايي چې د وزګارتيا له امله له رواني فشار سره مخ دي.

د بلخ حوزوي روغتون د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر همایون مومند پژواک خبري اژانس ته وويل چې د رواني ناروغانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره زیات شوی او لامل یې هم بېوزلي او وزګارتيا ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، پخوا به هره ورځ په رواني ناروغيو اخته شاوخوا ٤٠ کسانو دغه روغتون ته مراجعه کوله، خو اوس دغه شمېره سلو ته لوړه شوې ده.

مومند د رواني ناروغانو د شمېر زیاتوالي لامل په افغانستان کې روان بد اقتصادي وضعیت بولي او وایي، که دغه وضعیت دوام وکړي نو ډېر هېوادوال به له رواني فشارونو سره مخ شي.

دغه‌راز د بلخ حوزوي روغتون د رواني ناروغیو څانګې مسوول ډاکټر محمد‌اشرف روان هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د رواني ناروغانو شمېر لوړ شوى دى.

هغه وايي: «د بلخ حوزوي روغتون کې د تېر کال په پرتله د رواني ناروغانو شمېر دوه برابره زیات شوی او اوسمهال ان ورځ کې تر سلو زیات کسان دغه روغتون ته مراجعه کوي چې پخوا به تر څلوېښتو نه ډېرېدل. »

دى زياتوي چې د بلخ په حوزوي روغتون کې ناروغان په فزیکي، اروایي او د درملو له لارې تداوي کېږي چې ډېری خدمات وړیا دي.

بل لورته ۲۵ کلن توحیدالله چې له څه مودې راهیسې پر دغې ناروغۍ اخته شوی، پژواک ته وويل چې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله ورته دغه ناروغي پیدا شوې ده.

هغه وایي: «ځوانان له زده‌کړو پاتې دي، ډېر خلک وطن پرېږدي، دلته کار نشته او دا ټول زغمل اسان کار نه دی؛ نو ځکه له عصبي مشکلاتو سره مخ يو. »

دغه‌راز ۲۰ کلنه زهرا چې تازه له رواني ستونزو سره مخ شوې وايي، له څو ورځو راهیسې روغتون کې بستر ده خو له پخوا یې وضعیت ښه شوی دى.

زهرا له ځوانانو وغوښتل چې له ناهیلۍ سره دې ځان نه مخ کوي او روغتون ته دې مراجعه وکړي څو ناروغي يې ښه شي.

په همدې حال کې د رواني ناروغیو ډاکټران ټولنیزې ستونزې، اوږدمهاله جګړه، فقر، اوزګارتیا او کورنی تاوتریخوالی د دغې ناروغۍ د رامنځته کېدو اساسي لاملونه بولي.

Visits: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.