Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د پیازو بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې

مزارشریف (پژواک، ٢٦ زمری ۱۴۰۱): د بلخ ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، بهر ته د پيازو د صادراتو له ډېرېدو سره د مخکې په پرتله بیه یې هم ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

د بلخ د کرنې ریاست سرپرست مولوي رکن‌الدین معتصم پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په بلخ کې پر څه باندې ۳۰زره هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي چې له هر هکټاره ۱۴ ټنه پیاز ترلاسه کېږي.

د هغه په وینا، سږ کال بهر ته د پیازو لېږد ډېر شوی چې ورسره سم په بیه کې یې هم ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او بزګران له دې لارې مناسب عاید ترلاسه کولای شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، شاوخوا يوه مياشت وړاندې په یاد ولايت کې د يو من (٧ کيلوګرام) پیازو بيه شاوخوا ١٥٠ افغانۍ وه، خو اوس له ۲۰۰ افغانيو په لوړه بيه پلورل کېږي.

په همدې حال کې، د بلخ ولایت یو شمېر بزګران د پیازو د بیې له لوړوالي خوښ دي.

خیرمحمد چې یو له دغو بزګرانو دی، پژواک ته وويل چې سږ کال له نورو ټولو کرنیزو محصولاتو څخه د پیازو بیه مناسبه ده.

خو دى وايي: «سږ کال پیاز په دغه ولایت کې ځکه کم کرل شوي چې تېر کال بزګرانو په پيازو کې تاوان کړى و.»

صفي‌الله د یاد ولایت یو بل بزګر دی او وایي چې د پیازو بیه د تېر کال په پرتله لوړه ده او کروندګر ښه عاید ترلاسه کوي.

خو دى زیاتوي: «دلته بايد سړې‌خونې جوړې شي، ځکه څه موده وروسته بيا د افغانستان پياز خلاصېږي او له بهره پياز راوړل کېږي چې بيا نرخ یې بېخي ډېر لوړ وي.»

شهاب‌الدین د پیازو پلورونکی وایي، په بلخ کې سړې‌خونې نشته، ډېری بزګران خپل محصولات په ارزانه بیه پلوري.

دى هم ټينګار کوي چې د کرنيزو محصولاتو د ساتنې په موخه بايد حکومت په بيلابېلو سيمو کې سړې‌خونې جوړې کړي.

د يادونې ده، دا مهال په بلخ ولايت کې يو من (٧ کيلوګرامه) پیاز په ٢٣٠ افغانيو پلورل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.