ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د قتل او نورو جرمونو په تور یوه لس‌کسیزه ډله نیول شوې ده

بلخ کې د قتل او نورو جرمونو په تور یوه لس‌کسیزه ډله نیول شوې ده

author avatar
25 Jul 2022 - 16:23
بلخ کې د قتل او نورو جرمونو په تور یوه لس‌کسیزه ډله نیول شوې ده
author avatar
25 Jul 2022 - 16:23

مزارشریف (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولین د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د شپږو کسانو د قتل، غلاوو او شرابو د تولید او پلور په تور د يوې لس کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت په مزارشریف ښار کې لس کسان چې وسله‌والې غلاوې، اختطاف او د نشه‌يي توکو قاچاق کې یې لاس درلوده، نيولي دي.

وزیري زیاتوي، دغه لس کسان د پنځو ورځو په ترڅ کې نیول شوي چې یو شمېر وسلې، مهمات، نشه‌يي توکي او موټر ترلاسه هم ترې ترلاسه شوي دي.

په ورته مهال کې د بلخ امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې سرپرست مدیر مولوي محمدعمر بلال وایي: ((له دغې لس کسیزې ډلې څخه دوو تنو يې د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې د نوشابو او وچو مېوو په ذریعه یو شمېر خلک مسموم کول او بیا يې لوټل چې له مسموم شوو کسانو څخه شپږ يې د کمزورۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.))

په همدې حال د دغو پېښو متضررین وایي چې یادو کسانو دوی مسموم کړي او له پیسې، مبایلونه او نور توکي یې ترې وړي دي.

حاجي ګل‌محمد د شبرغان د لیلې دښتې سیمې اوسېدونکی چې د اختر په ورځو کې مزارشریف ته د څارویو پېر لپاره راغلی و، لومړی دغو کسانو مسموم کړی او بیا یې ترې یو پسه، دوه مبايلونه او نور توکي وړي دي.

هغه وایي: ((د څارویو په بازار کې مې یو پسه وپېره، غوښتل مې خپل ولایت شبرغان ته لاړ شم چې د څارویو له بازار سره څو کسانو د انرژۍ په ذریعه مسموم کړم او بیا څو ورځې وروسته د مزارشریف حوزوي روغتون کې په هوښ راغلم.))

نوموړی زیاتوي چې دغو کسانو ترې یو پسه، دوه غټ مبايلونه، یوه بیټرۍ او دوه لونګۍ اخیستي او دى یې د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ کې غورځولی و چې له څو ورځو تدواۍ وروسته په هوښ راغلی دى.

د دغو پېښو یو بل متضرر نجیب‌الله چې په مزارشریف ښار کې صرافي کوي، وایي چې د دغو نیول شوو کسانو له ډلې دوو يې دى د صرافۍ له مارکېټ څخه د وتلو پر مهال د موټر دننه مسموم کړی او پر ۴۵۱۰۰۰ افغانیو سربېره یې تېر یو مبایل وړی دی.

يادو زيانمن شوو کسانو له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې نيول شوو کسانو ته سخته سزا ورکړي او د دوى توکي ترې بېرته واخلي.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.