ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د بلخ حوزوي روغتون نسايي او ولادي څانګه کې له ناروغانو سره بې‌مسوولیته چلند کېږي

خلک: د بلخ حوزوي روغتون نسايي او ولادي څانګه کې له ناروغانو سره بې‌مسوولیته چلند کېږي

author avatar
11 Sep 2022 - 16:04
خلک: د بلخ حوزوي روغتون نسايي او ولادي څانګه کې له ناروغانو سره بې‌مسوولیته چلند کېږي
author avatar
11 Sep 2022 - 16:04

مزارشريف (پژواک، ٢٠ وږى ١٤٠١): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د حوزوي روغتون د نسايي او ولادي څانګې له خدمتونو خوښ نه دي او زیاتوي چې ناروغانو ته يې سمه پاملرنه نه کوي.

خو بلخوا اړوند مسوولينو بیا وايي چې خلکو ته له امکاناتو سره سم خدمات وړاندې کوي.

د بلخ یوې اوسېدونکې منيژې د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې مخکې يې خپله ناروغه د حوزوې روغتون نسايي او ولادي څانګې ته بیولې وه.

هغې وويل: «مريض مې د بستر ضرورت درلود خو چا نه بستروله، کله مې چې چغې جوړې کړې نو بيا يې مريض راته بستر کړ او وروسته يې عمليات کړ.»

دغه راز د يو بل مريض پايواز ميراحمد پژواک ته وويل چې له دوو ورځو راهيسې يې ناروغه د حوزوې روغتون په نسايي او ولادي څانګه کې بستر ده.

خو هغه وايي چې ډاکټران يې ناروغ ته اړينه پاملرنه نه کوي.

ده زياته کړه: «همدا اوس هم ناروغ مې سخت درد لري، ډاکټران يې هېڅ ليدلو او معاينې ته نه راځي، حيران يو چې څه وکړو.»

د هغه په وينا په روغتون کې ډېر لږ درمل دي، ناروغ لرونکي اړ دي چې د خپلو ناروغانو لپاره درمل بهر په بازار کې واخلي.

همدارنګه يو بل ناروغ لرونکي روح‌الله هم د دغه روغتون د نسایي او ولادي څانګې له خدماتو ناخوښ دی.

هغه وایي چې ناروغ یې له درېیو ورځو راهیسې بې برخلیکه په بستر کې پروت دی.

دى زياتوي: «ډاکټران یوه خبره نه کوي، ځیني یې وایي چې ناروغ باید عملیات شي، ځیني یې وایي چې عملیات ته اړتیا نه لري، د عملیات دوسیه یې بشپړه شوې خو لا هم بې برخلیکه په بستر کې پروت دی.»

دى هم وايي: «ډاکټران چې کله نسخه راکړي نو د روغتون درملتون ته چې مراجعه کوو، راته وايي چې درمل نه لرو له بېرون نه يې راوړئ.»

يو شمېر نورو ناروغ لرونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې د يادو ستونزو د حل لپاره جدي اقدام وکړي.

خو بل لور ته د بلخ حوزوي روغتون مشر ډاکټر غوث‌الدین انوري پژواک ته وويل چې دغه حوزوي روغتون د ۸۵۰ بسترونو په درلودو سره شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دی او له تېرو لسو میاشتو راهیسې یې ټول لګښت د سره صلیب دفتر له لوري ورکول کيږي.

هغه زیاتوي چې د ټولو ناروغانو سل په سلو کې درملنه او پالنه ناشونې ده، خو بیا هم هڅه کوي چې خلکو ته اړين روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

هغه دغه راز وويل چې په دغه روغتون کې ټولو بستري ناروغانو ته درمل وړیا وېشل کېږي او دغه درمل د ازبکستان او ایران هېوادونو له خوا مرسته شوي دي.

د يادونې ده، د بلخ حوزوي روغتون ته پر دغه ولايت سربېره له ګاونډيو ولايتونو لکه سمنګان، فارياب، جوزجان او ځينو نورو هم ناروغان وروړل کېږي.

Visits: 71

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.