Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د ادارې مسوولین وايي چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د اسلامي امارت ۳۵ زره «مجاهدین» د دې ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې د ادارې او مدیریت برخو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د نایجریا چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په شماللوېدیځ کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۶۴ کسان نادرک شوي دي.
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي او اروپایي هېوادونو د یو شمېر چارواکو په ګډون د یوې ناستې په پای کې غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره له نړۍ د روښانه پلان غوښتنه کړې ده.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته دوو نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کاملا هریس په خپله لومړنۍ او وروستۍ ټاکنیزې مناظره کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو د څرنګوالي په اړه پر یو بل سختې نیوکې وکړې.
شپېګل ورځپانې راپور ورکړی، اسلامي امارت هغه ۲۸ افغان کډوال چې یوه اونۍ مخکې له جرمني را ایستل شوي وو، کابل کې په ضمانت خوشې کړي دي.
د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان وکړ چې د «طالبانو» نوم یې د ممنوعه ډلو له فهرسته حذف کړی دی.
د «چین مرکزي اسیا د نفت او ګاز شرکت» رییس له بلال کریمي سره کتنه کې په افغانستان کې د نفتو د استخراج چارو چټکتیا او پراختیا په اړه غږېدلی او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ماشینري ولېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش، جورجټ ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د سیاسي مرستیالې په توګه ټاکلې ده.
کانګو کې چارواکي وايي، د دغه هېواد پلازمېنه کې له مرکزي زندان «ماکالا» څخه د تېښتې د هڅې پر مهال لږ تر لږه ۱۲۹ بندیان ووژل شول.
د سعودي عربستان رسنیو راپور ورکړی چې د عبدالقیوم شینواري په نوم یو افغان دغه هېواد ته د نشهيي توکو د قاچاق په «جرم» اعدام شوی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پشتونخوا ایالت کې د سېلابونو راتلو له امله ۶۸ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې د ځمکې ښوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مړه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن