Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په چهلګزۍ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ په ګډون درې ښځې مړې شوې دي.
د کوچني اختر په رارسېدو سره د فاریاب د مرکز میمنې ښار ځیني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د امنیت ټینګښت ترڅنګ د توکو بیې هم ټیټې شوې او سږنی اختر به په خوښي ولمانځي.
فاریاب کې د غاليو اوبدونکي او سوداګر د هېواد دننه بانکي محدودیتونو او مارکېټ نشتوالي ته اندېښنه ښيي، وایي چې د غالیو په تولیداتو، پلور او صادراتو کې د تېرو کلونو په نسبت د پام وړ کموالی راغلی دی.
د فاریاب ځايي مسوولین وايي، په میمنه ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور له پرمختیايي بودجې د څه باندې ۲۳ میلیون افغاینو په لګښت د اوبو د یوه کانال او یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي د ځينو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکو او د ناروغیو د ناسم تشخیص له امله شکایت کوي، وایي چې ځیني ډاکټران د طبابت اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي او پر خلکو تجارت کوي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خواجهموسی او سبزپوش ولسوالیو کې د دوو جلا پېښو له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د ناپېژندو کسانو له لوري د تفنچې په ډزو وژل شوې ده.
فاریاب کې ځایي سرچینې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ له ځانوژنې او دغه راز په دولتاباد ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د نښتې په پایله کې د څلورو کسانو له ټپي کېدو خبر ورکوي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو جلا ترافیکي پېښو له امله یو ماشوم مړ او نهه کسان نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د مرکز میمنې ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار د سړکونو غاړو ته د ولاړو ونو پر وچېدو او وهل کېدو اندېښنه ښيي او وايي، مسوولین دې د ښار سمسورولو لپاره اغېزناک پلان جوړ کړي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د لاسيبم چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د فاریاب، زابل ، اروزګان او جوزجان ولایتونو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې شپږ تنه مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن