Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د خوست ولايت په موسیخېلو ولسوالۍ کې ځايي خلکو په خپل شخصي لګښت د يوه لوی پله جوړولو چارې پيل کړې دي.
خوست کې له نيمه طبي لوړو زدهکړو يو شمېر نوي فارغ شوي محصلين له حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
خوست کې د واليبال يو شمېر لوبغاړي وايي چې په دغه ولايت کې د دې لوبې لپاره هيڅ معياري لوبغالی نشته او غوښتنه کوي چې لوبغالي دې ورته جوړ شي.
خوست کې د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته شاوخوا ۱۵ کاله مخکې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه شوې، خو ښوونځی لا هم زدهکوونکې نه لري او غیرفعال دی.
د واجدالله په نوم یو بېوزلی ځوان چې هره ورځ ښوونځي ته له تلو مخکې به یې تر غرمې پورې په خوست ښار کې لاسي کراچۍ ګرځوله، د سږني کانکور له لارې د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
د خوست ښاروالۍ له خوا د ۱۸،۵ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې يوې پروژې چارې پيل شوې.
خوست کې يوازېنۍ پاتې افغان سېک د دې ترڅنګ چې له حکومته د خپل کاروبار برخه کې د مرستې غوښتنه کوي وايي، په خپل وطن کې خوشحاله دی او بهر ته د تلو هیڅ اراده نه لري.
د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني هواره شوه او روغه یې وکړه.
د پوهنې سرپرست وزیر وايي چې په هېواد کې د عصري او دیني علومو د زدهکړو کیفیت کمزوری دی خو د لوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.
خوست کې د ۱۶ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۲۰ مېرمنو په ګډون ۲۴۰ وزيرستاني کډوالو ته په ۲۸ بېلابېلو برخو کې د کوچني کاروبار زمينه برابره شوه.
خوست کې د خوست اتلان ټرافي په نوم د کرکټ شلاووريزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
خوست امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې له یوې ښځې سره د نامشروع اړیکو په تړاو اته کسان نیول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن