Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اسلامي امارت مشر د پکتیا ولایت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، مسوولین د خلکو په خدمت کولو مکلف دي، لکه څنګه چې په تېر «جهادي دور کې خلکو د مجاهدینو خدمت وکړ»، اوس وخت دی چې مسوولین د خلکو خدمت وکړي.
په کابل کې د ازبېکستان سفیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او ازبېكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١,١ ميليارد ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارد ډالرو ته لوړه شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له درېیو موسسو سره د څه باندې ۲.۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ څلور هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان بانک سبا پنجشنبه (د وري ۲۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.
د ازبکستان ولسمشر ویلي چې په نړۍواله کچه د افغانستان له منزوي کېدو مخنیوی مهم دی او اسلامي امارت هم د هغه له یادو څرګندونو هرکلی کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۰۱ افغان کډوالو له خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې له صبر او زغمه کار واخلي، له کډوالو سره په چلن کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړۍوال قوانین رعایت کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېر لمریز کال په اوږدو کې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې څه باندې ۳۴ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی دی.
له پاکستانه د افغان کډوالو د نوې لړۍ پیل ته د چمتووالي ناسته کې پرېکړه شوې چې د اړتیا پر مهال دې د کډوالو د ښه مدیریت لپاره مسلکي کسان وګومارل شي او یو پلاوی دې د کډوالو اړتیاوو د ارزونې لپاره تورخم ته واستول شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارده او ۳۶۶ میلیون امریکايي ډالره وه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د خصوصي سکټور غړو د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیون ډالرو په پانګونه یوه صنعتي پارک جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان بانک سبا یکشنبه (د وري ۱۷مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP