Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کابل ښار په ۵۷ ځایونو کې جوماتونه جوړیږي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر له لوري پر مرستو د بندیز له امله د څه باندې ۴۰ زره هغو افغانانو الوتنې ځنډول شوې چې د کډوالۍ ځانګړو ویزو(SIV) پروګرام له لارې منل شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۶۶ افغان بندیان ازاد او بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر وايي، د هېواد حکومت یې هوډ لري څو د اقلیم بدلون مدیریت او د هغه د اغېزو کمولو برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي او په خبره یې، اړتیا ده چې ا.ا د نړۍوالې ټولنې برخه شي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست کابل کې د قطر له شارژدافیر سره په لیدنه کې د اقتصاد، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، نړۍوال دې اجازه نه ورکوي چې ځینې هېوادونه له افغان کډوالو سیاسي استفاده وکړي.
د فدراتیفې روسیې سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه مخ په لوړېدو ده او ژمنه یې وکړه چې افغان سوداګرو ته به مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې نړۍوالې مؤسسې سره د ۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د هېواد د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت خبرې کړې دي.
د امریکا نوي ولسمشر، د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په موخه له مکسیکو سره پر پوله بېړنی حالت اعلان کړ او امریکا کې زېږدلو کډوالو ماشومانو ته د تابعیت ورکولو طرحه یې وځنډوله او دغه راز هغه الوتنې یې لغوه کړې چې څه باندې ۱۶۰۰ افغان پناهغوښتونکي یې امریکا ته لېږدول.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د ا.ا او امریکا ترمنځ د اوږدو او ګټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې یو افغان بندي خانمحمد له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد او هېواد ته راولېږدول شو.
د افغانستان د سترې محکمې قضايي پلاوي له ایران غوښتي څو د هغو مافیايي ډلو مخه ونیسي چې په دغه هېواد کې یو شمېر افغانان تښتوي او بیا یې د خوشي کېدو په بدل کې د هغوی له کورنیو د پیسوغوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP