د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د اتو ولایتونو د ۹۶ لوبغاړو ترمنځ د اوسپورټ سبک لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د غزني امنیتي مسوولین وایې چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیولی دی.
غزني کې د کرکټ مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د اتو ولسوالیو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ «د غزني د ولسوالیو جام» په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د غزني ښاروالي وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې تر سلو ډېرۍ هغه هټۍ تړلې چې د توکو بیې یې د ایران او اسرائیل د جګړې په پلمه پر خپل سر لوړې کړې وې.
د غزني ولایت په کوربهتوب د «غزني سټارز» او «پکتیکا سمسور» لوبډلو ترمنځ د درېیو شلاوریزو دوستانه سیالیو لوبلړۍ د «غزني سټارز» لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په «سردې بند» کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي، یو کس مړ او یو بل ژوبل شوی دی.
د غزني ولايت په مربوطاتو کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني ولایت په اببند ولسوالي کې یو کس د کارېز یوې څاه ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عدليې وزارت سرپرست غزني ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې تر اوسه د هېواد په کچه درې میلیونه او ۹۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه راګرځول شوې ده.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ښځه، مېړه او یو ماشوم یې اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
غزني ته له پاکستان او ایران څخه په زور را ایستل شوې یو شمېر کورنۍ شکایت کوي چې سرپناه نه لري او له حکومته غواړي چې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې ورکړي.
د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د اړیکو دفتر موسسې په تخنیکي مرسته د یونیم میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د یو شمېر لویو او وړو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.