غزنيښار (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په رشیدانو ولسوالي کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
د غرني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت د رشیدانو ولسوالۍ په سلیمان خاره سیمه کې د دوو کسانو ترمنځ د ځمکي پر سر لومړی لفظي شخړه او وروسته یې ترمنځ ډزې شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه: «ویشتل شوی کس لومړی ټپي و خو د امنیتي ځواکونو له لوري نږدې روغتون ته له وړلو وروسته یې ساه ورکړې ده.»
هغه زیاته کړه، تورن کس چې د تېښتې هڅه یې کوله، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او اوس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
د یادونې ده، ډېری وخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې پر سر د شخړو له امله مرګژوبلې اوړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن