Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۱۳۰ تنه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا، د ترانزیټي ستونزو هوارولو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه نن دغه هېواد ته ولاړ.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت لوړېدو ترڅنګ، د هندي بورې بیه ټیټه شوې خو د سرو زرو بیو کې لوړوالی راغلی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له زندانونو ۳۹ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د بورې او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي
نن د تېر کال د همدې مودې په پرتله د اوړو او نفتي توکو بیې په ترتیب سره نږدې ۱۶ او نږدې ۸ سلنه ټیټې شوې دي، خو د مالیزیايي غوړیو او سرو زرو بیې په ترتیب سره نږدې ۱۹ او ۳۹ سلنه لوړوالی ښيي.
نېکبخت هغه کونډه مېرمن چې د کابل ښار د سړکونو پر غاړه لاسيتوکي پلوري له اقتصادي ستونزو او د خپل زوی له ناروغۍ کړېږي، له اسلامي امارت او شتمنو غواړي څو د روژې په مبارکه میاشت کې له بېوزلو او اړمنو سره مرسته وکړي.
نن کابل ښار کې د تېرې یوې اونۍ په نسبت د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو سره د غوړیو، اوړو او نفتي توکو بیې ټیټې شوې خو د سرو زرو، ډیزلو او پټرولو بیې لوړې شوې دي.
۷۳ کلنه بيبيکو هغه دردېدلې مېرمن چې په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو له امله یې ډېرې ناخوالې لیدلې دي؛ د خاوند له نادرکۍ او د یوازېني زوی له معلولیت وروسته یې په یوازې ځان د ژوند سختیو او کړاوونو ته اوږه ورکړې او اوس هم له رواني ستونزو کړېږي.
نن کابل ښار کې د تېرې شاوخوا یوې اونۍ په نسبت د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو سره د غوړیو، اوړو او ګاز بیې هم لوړې شوې خو د سرو زرو، ډیزلو او پټرولو بیې ټیټې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د روان زېږدیز کال په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په کچه ۳۷۰ زره کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي چې ډېری یې ماشومان دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۴۷ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP