کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۴۷ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت نن (دوشنبه، د کب ۱۳مې) د یاد مطلب ترڅنګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمير افغانان د کب په ۱۲مه هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې د کندهار ولایت د سپینبولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي: «یاد کسان د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي او د ۴۵ ورځې بندیان وو.»
سرچینې لیکلي چې خوشې شوي افغانیان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې کب میاشتې په ۲مه نېټه هم ۹۱ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP