Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له زندانونو څه باندې سل افغان کډوال ازاد شول

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۱۳۰ تنه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشې او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت د دغه مطلب د بیان ترڅنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د وري په ۲۸مه او ۲۹مه د هغه هېواد له زندانونو خوشې او نن (شنبه) هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر درېیو ورځو بندیان وو.»

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ازاد شوي افغانان د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې وري میاشتې په ۲۸مه هم ۱۴۷ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.