کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): نن کابل ښار کې د تېرې شاوخوا یوې اونۍ په نسبت د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو سره د غوړیو، اوړو او ګاز بیې هم لوړې شوې خو د سرو زرو، ډیزلو او پټرولو بیې ټیټې شوې دي.
د کابل ښار شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک محمد حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د کب میاشتې په ۱۲مه د یوه ډالر د پېر بیه ۷۳ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۰ افغانیو تبادله کېدې.
د نوموړي په خبره، د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت له دې امله ټیټ شوی چې مرکزي بانک د اسعارو مارکېټ په دوامداره ډول کنټرولوي او بازار ته ډالرهم وړاندې کوي.
د خوارکي توکو بیې
کابل ښار کې د خوارکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د کب د ۱۲مې په نسبت، د ۴۹ کیلو قزاقي اوړو د پلور عمده بیه له ۱۳۷۰ څخه ۱۴۰۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۷۰۰ څخه ۱۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په خبره، په روژه کې د ډېرو اوړو او غوړیو مصرف له امله، د کابل ښار په بازارونو کې د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.
خو د هغه په خبره، نن هم لکه تېره یکشنبه په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
د احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د کب د ۱۲مې په نسبت د یوه لېتر پټرولو بیه له ۶۳ څخه ۶۲ افغانیو او د یوه لېتر ډیزلو بیه له ۶۱ څخه ۵۸ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د هغه په خبره، کابل ښار کې د ډیزل او پټرلو بیې ځکه ټیټې شوې چې د هغو بیې په نړۍوالو بازارونو کې ټیته شوې ده.
خو سرچینه وایي چې د نړۍوالو بیو لوړېدو له امله نن د کب د ۱۲مې په نسبت د یوه کیلوګرام ګاز بیه له ۵۴ افغانیو څخه ۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د کب ۱۲مې په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۵۵۰۰ څخه ۵۴۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۵۰۰ څخه ۴۳۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدولون سره تړاو لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP