Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د روغتيا نړۍوال سازمان له لوري د ننګرهار له اوو روغتونونو سره د ۲۷۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وشوه.
د ننګرهار پوهنې رياست وايي چې د دې ادارې اړوند پر هغې ۴۵ جریب ځمکه د مېوو باغ جوړوي چې تازه له غصبه راګرځول شوې ده.
د لوګر په ازره ولسوالۍ د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او په لوګر او ننګرهار د اوبو د دوو نورو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د جاپان د سولې او روغتيا موسسې (PMS) د ننګرهار له چارواکو سره د یو شمېر تازه هوکړهليکونو په لاسليکولو په دغه ولايت کې د اوبو مديريت او روغتيا برخو کې د نوو پروژو پيلولو خبر ورکړ.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس وايي، په دغه ولايت کې د وچکالۍ د مخنيوي او د ځمکو خړوبولو په موخه په ټولو ولسوالیو کې د ۶۶ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو ذخيره کولو چکډیمونه جوړېږي.
امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار په سپينغر او غنيخېلو ولسواليو کې د څه باندې ۴۰۰ کيلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو درې کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وایي، د دې ادارې اړوند هغه ۲۴۰۰ جريبه ځمکه چې له کلونو راهیسې شاړه وه، له خصوصي سکټور سره په ګډه د کښت او باغونو جوړولو لپاره چمتو کوي.
د ننګرهار ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، پچيراګام ولسوالۍ کې يې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي مرسته ۷۴۰ کسانو ته د لنډمهاله کار زمينه برابره کړې ده.
د ننګرهار د کليو بیارغونې او پراختيا رياست وايي، د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري د خوراکي توکو په بدل کې ۶۹۵ کسانو ته د لنډمهاله کار زمينه برابره شوه.
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې ډېرولو په موخه یې د کابل – جلالاباد دویم سړک جوړولو پروژه په لومړیتوب کې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولايت په سرهرود او بهسودو ولسواليو کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، دغه اداره توانېدلې چې د خپلو باغونو له حاصلاتو او نورو قراردادي سرچينو څخه په ۱۴۰۲ مالي کال کې ۳۵۰ میليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP