Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، اسلامي امارت له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او په دې هیوادونو کې استازولۍ لري.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د تورخم دروازه د دویمې ورځې لپاره هم د سوداګرۍ او ناروغانو پرمخ تړلې وه.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، چې په پچيراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
ځایي مسوولین وايي چې د بدخشان په ارغنجخواه او د ننګرهار په سرهرود ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه او درې امنیتي کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د هغه ماشوم د وژلو په تور یې دوه کسان نیولي چې د دغه ولایت له مرکز جلالاباد ښاره تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی و.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولين وايي، د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د يوې زړې مرمۍ چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
سيمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار ولایت کې له پاکستانه راستنو شوو ۸۲۰ کورنیو سره نغدي او د ژمنیو توکو وشوه او فراه کې پر سلو معیوبینو او معلولینو وېلچرونه ووېشل شول.
ننګرهار ته له پاکستانه راستانه شوي هېوادوال وایي، د خپلو ماشومانو زدهکړو په اړه جدي اندېښنه لري او زیاتوي چې حکومت دې ورته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
ننګرهار کې د شينوارو قوم د شپږو ولسواليو قومي مشران او ځوانان د غنيخېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې له پاکستانه پر راستنېدونکو کډوالو خواړه او اوبه وېشي.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير په مشرۍ د يو لوړپوړي پلاوي له لوري تورخم ته نږدې له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو د لنډمهالي مېشته کېدنې په موخه دوه پنډغالي جوړ شول.
د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د دغې خونې مرستيال په جلال اباد ښار کې د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوی دی.
Visits: 344
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن