کندهار (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): په کندهار کې د وړیو سوداګر وایي، له یوه کال راهیسې بهر ته د وړیو صادرات بند شوي او دا
د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د میرویس حوزوي روغتون ته پخوا د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له خوا درمل ورکول کېدل، خو له دوو میاشتو راهیسې يې مرسته بنده کړې او روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې د ۷۱ سوداګرو په ګډې پانګونې سره د ۵۰ میلیون ډالرو په لګښت د «سنو فارما» په نوم د درملو د تولید یوه لویه فابریکه پرانیستل شوه.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کې نن د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
په دې وروستیو کې کندهار ته د بېکیفیته تېلو له واردولو څخه د موټرلرونکو شکایتونه ډېر شوي او وايي، د دغه ډول تېلو په کارونې سره د دوی وسایطو ته سخت زیان رسېدلی دی.
د کندهار بڼوال وايي، په دغه ولایت کې د سړو خونو نشتوالي له امله هر کال د دوی تازه مېوې په ډېره ټيټه بیه پلورل کېږي؛ ځکه دوی مجبور دي چې مېوه له پخېدو سره سم وپلوري.
د کندهار پوهنتون یو شمېر هغه محصلین چې د هېواد له نورو ولایتونو ورغلي وايي، لیليه نه لري او نه دومره توان لري چې هلته د اوسېدو لپاره په کرایه کورونه ونیسي.
په کندهار کې یوه ځوان په خپل نوښت په لومړي ځل د انلاین ټکسي خدمات پیل کړي او خلک کولی شي چې د یوه ځانګړي اپلیکېشن له لارې ټکسي هر ځای ته ور وغواړي.
د کندهار مسوولین وايي، د دغه ولایت په صنعتي پارک کې د فعالو فابریکو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی چې بېلابېل توکي تولیدوي.
یوه امنیتي سرچینه وايي چې د کندهار ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې وسلهوالو موټرسایکلسپرو یو سوداګر په ډزو وژلی دی.
کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲) د کندهار عینو مېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د
کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې لا هم تر ډېره کروندګر کرنه په