ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار بڼوال: د سړو خونو نشتوالي له امله مېوې په نیمه بیه پلورو

د کندهار بڼوال: د سړو خونو نشتوالي له امله مېوې په نیمه بیه پلورو

author avatar
4 Jun 2023 - 16:05
د کندهار بڼوال: د سړو خونو نشتوالي له امله مېوې په نیمه بیه پلورو
author avatar
4 Jun 2023 - 16:05

کندهار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د کندهار بڼوال وايي، په دغه ولایت کې د سړو خونو نشتوالي له امله هر کال د دوی تازه مېوې په ډېره ټيټه بیه پلورل کېږي؛ ځکه دوی مجبور دي چې مېوه له پخېدو سره سم وپلوري.

دوی وايي، کله چې د داخلي مېوو د حاصلاتو وخت تېر شي نو له بهرنیو هېوادونو مېوې واردېږي او په ډېره لوړه بیه پلورل کېږي؛ په داسې حال کې چې وطنۍ مېوه د بهرنیو مېوو په پرتله په طبیعي ډول پخه شوې او خوږه وي.

دغه بڼوال غوښتنه کوي چې په کندهار کې باید سړې خونې جوړې شي، څو دوی وکولی شي چې خپل محصولات د څه مودې لپاره وساتي او بیا یې وروسته په مناسبه بیه وپلوري.

د کندهار یو بڼوال عبدالصمد په دې اړه وایي: «زموږ مېوه چې کله پخه شي باید په ورځ او دوو کې یې خرڅه کړو که نه راته خرابېږي؛ نو که چېرې موږ اوس سړې خونې لرلای نو مېوه به مو یوه میاشت او دوې ساتل کېدلی شوای.»

یو بل باغ‌لرونکی سیدالله هم وایي، سږ کال زردالو، الو، الوچه، شلیل او نورو ونو ډېره ښه مېوه کړې خو بیه یې ټیټه ده.

هغه زیاته کړه: «زموږ مېوه خو چې وشکوو باید یا یې صادر کړو او یا یې هم دلته ژر خرڅه کړو، که نه نو راته خرابېږي؛ نو کله چې بیا د صادراتو لپاره زمینه نه وي برابره او په بهر کې مېوه ښه بیه ونه لري نو موږ یې باید وساتو چې د هغه لپاره سړې خونې ډېرې مهمې دي.»

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین هم وایي، سره له دې چې کندهار د مېوو تولید له اړخه د هېواد په کچه یو مهم ولایت دی، خو تر اوسه فعالې سړې‌خونې نه لري.

دوی وايي، د مېوو د ساتنې لپاره د سړو خونو شتون ډېر مهم دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د مېوو ساتنې لپاره سړه‌خونه شته چې د هند هېواد په مرسته جوړه شوې، خو ستونزه دا ده چې ټوله یخه هوا یې یو ډول ده، یعنې که هره مېوه یا نور خوراکي توکې پکې ایښودل کېږي نو په یو شان هوا کې به ساتل کېږي.

د هغه په وینا، د مېوو او نورو محصولاتو لپاره د سړې خونې د هوا درجه توپير لري، خو دغه شته سړه‌خونه یو ډول هوا لري چې مناسبه نه ده.

نوموړي وویل: «د مېوو د ساتې لپاره ساړه ساتنځایونه ډېر مهم دي خو موږ اوس یو سوړ ساتنځای لرو چې کله پټاټې او کله نور شیان پکې ساتل کېږي، خو نیمکړتیا یې دا ده چې د ټولو مېوو او خوراکي توکو لپاره مناسب نه دی، ځکه هوا یې ټوله یو ډول ده او دننه طبقې نه لري.»

د هغه په خبره، د سړو خونو لپاره برېښنا اړینه ده خو په کندهار کې اوس برېښنا تر پخوا ښه شوې، نو تمه لري چې مسوولین د سړو خونو جوړولو ته پاملرنه ډېره کړي.

بینا زیاته کړه، تر اوسه له کندهاره د ۳۷۶ زره ۹۶۰ ډالرو په ارزښت ۶۰۸ ټنه زردالو او د ۵۳۴ زره ډالرو په ارزښت ۱۶۴ ټنه هندواڼې بهر ته صادر شوي دي.

پر همدې مهال، د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، دوی هڅه کوي چې د مېوو ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي.

دوی زیاتوي، د هند په مرسته جوړه شوې سړه‌خونه به هم له سره داسې ترمیموي چې هر ډول مېوه او خوراکي توکي پکې وساتل شي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس‌الرحمن موسی په دې اړه وايي: «موږ د سړو ساتنځایونو په اړه له وزارت سره موضوع شریکه کړې ده، نو کوښښ مو دا دی چې نوي ساړه ساتنځایونه هم جوړ شي او هم پخوانی سوړ ساتنځای چې د هند په مرسته جوړ شوی ترمیم کړو، تر څو هر ډول مېوه پکې وساتل شي.»

د کندهار بڼوال او د مېوو سوداګرو په دغه ولایت کې د سړو خونو نشتوالي ترڅنګ، هر کال د صادراتو پر مهال د لارې بندېدو له ستونزې هم شکایت کوي، خو مسوولین وايي چې سږ کال به هڅه وکړي د صادراتو پر مهال هیڅ ډول خنډ رامنځته نه شي.

Visits: 273

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.