Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتيکا ولايتي مسوولين وايي چې تازه يې په مرکز ښرنه او ولسواليو کې د راکړې ورکړې پر مهال پر پاکستاني کلدارو او نورو بهرنيو اسعارو بنديز لګولی دی.
د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ د کميساري مسوولين وايي چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې پاکستاني لوري د خرلاڅيو دروازه د سوداګریزو توکو پر مخ هم تړلې ده.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د کابل – ګردېز پر لویه لار ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين وايي چې د هېواد په زندانونو کې هيڅوک زندانیانو ته د سزا او یا هم شکنجې ورکولو صلاحیت نه لري.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، هېواد کې د بېکارۍ کچه ډېره لوړه نه ده او حکومت مسوولیت لري چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
ستره محکمه وايي چې د پکتیا ولایت په مرکز کې پر يوه «قاتل» د قصاص حکم پلی شو.
د پکتیا پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په کچه د ۳۳۵ دولتي ښوونځیو په تشکیل کې شاوخوا ۱۱۰۰ ښوونکي کم دي.
د پکتيا د اقتصاد ريیس وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د شاوخوا لس میلیون امریکايي ډالرو په لګښت ۱۸۷ رغنیزې پروژې پلې کېږي.
د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رياست مسوولين وايي چې د هېواد په کچه لا هم په دولتي ښوونځيو کې شاوخوا ۵۰ زره ښوونکي د رشتو خلاف تدریس کوي.
د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له څه مودې راهیسې په مرکز ګردېز کې د انتاني ناروغيو د درملنې ۵۰ بستريز روغتون فعالیت درولی چې باید بېرته یې پيل کړي.
د پکتيا په درېیو ولسوالیو کې د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت شپږو ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه، تشنابونه او څښاک پاکو اوبو سیسټم برابر شول.
د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ له لوري د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه دارلایتام لیليې ته ودانۍ جوړه شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP