Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د شپږو ولایتونو د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د کیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې.
تېره شپه د بغلان ډنډغوري ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار او ډنډغوري ولسوالۍ کې د دوو ترافیکو پېښو له امله څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بغلان کې نن «په ټولنیز پرمختګ کې د خلکو او حکومت ترمنځ خبرې اترې» په نوم یوه ولسي غونډه وشوه چې ګډونوالو یې د ټولنیز عدالت د ټینګښت په موخه له اداري فساد سره د مبارزې او د قومونو ترمنځ د یووالي رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
بغلان کې ځايي مسوولین وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو دغه ولایت ته څه باندې ۱۶ زره کورنۍ راستنې شوې چې له ډلې یې تر اوسه یوازې ۴۵۰ هغو ته کورونه جوړ شوي دي.
د بغلان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال شل ورځنۍ سیالي پیل شوې.
د بغلان د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پر زر جریب ځمکه صنعتي ښارګوټی جوړېږي.
ځايي چارواکي وایي چې د بغلان د بورې فابریکه یې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا فعاله کړې او ډېر ژر به تولید پیل کړي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې که څه هم په دغه ولایت کې د لرغونو سیمو د غصب مخه نیول شوې خو د دې سیمو او تاریخي ابدو ډېرې برخې ویجاړې شوې دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ناپېژانده کسانو له خوا پر دوو دیني عالمانو برید کې یوه ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپی شوی دی.
بغلان ولایت کې پښتون شاعر او لیکوال محمدوسیم مومند د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او جنازه یې نن سهار په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
د بغلان امنیه قومانداني وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP