Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې ایرانیان به د معیاري کانکیندنې برخه کې د دغه وزارت انجنيرانو ته روزنیز تخصصي پروګرامونه جوړ کړي.
لبناني چارواکو اعلان کړی چې پر دغه هېواد د اسرائیل بریدونو کې نږدې ۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سرپرست وایي چې د هېواد په زندانونو کې له دوو تر درېیو زرو کسان پر حرفوي زدهکړو بوخت دي.
د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس وایي، هڅې روانې دي چې د کابل ښار او شاوخوا سیمو برېښنا تر دوو راتلونکو کلونو پورې ۲۴ ساعته شي.
کابل (پژواک، ۳۰ وږي ۱۴۰۳): راپورونه وایي چې وسلهوالو په سوېلي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر یوه پوسته برید کړی چې په ترڅ کې
د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو سازمان مشرانو او غړو د یوه لاریون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې شاوخوا شپږ زره بېروزګاره ډاکټرانو ته دې دندې ورکړي.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د دغه هېواد له زندانونو د ۲۱ زدهکوونکو په ګډون ۴۴ افغانان خوشې شوي دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې د زدهکړو په دولتي او غیردولتي مرکزونو کې څه باندې ۷۴ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې ناروې له افغانستان سره ۱،۸ میلیوان امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي واحدالله نژند خپل د چک جمهوریت سیال د «سبمېشن» په حرکت سره ځان ته تسلیم کړ او پر وړاندې یې بریا خپله کړه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو د قرغیزستان د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم له ایستل کېدو خبر ورکړی او د هغه هېواد له دغه اقدامه یې هرکلی کړی دی.
افغانستان کې د ترکیې سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ويلي چې ترکي سوداګر د افغانستان د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن